اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) الېکشن کمېشن د انتخابي فهرستونو په وېب پاڼه د نه اپ لوډ كېدو په اړه ليكلے شوے ارټيكل ناسمه ګرځولو سره وئيلي دي د الېكشنز اېكټ 2017 سېکشن 79 او اليکشن رولز 2017 رول 45 كښې د ووټرز فهرستونو د ترلاسه کولو لپاره رسمي تګلاره ورکړې شوې ۔ د الېكشن كمېشن لخوا جاري د سپيناوي بيان كښې وياند ووئيل د دې رولز له مخې د حتمي انتخابي فهرستونو سافټ او هارډ كاپۍ ترلاسه كولو لپاره بشپړ تفصيل موجود دے٬ ده ووئېل د انتخابي فهرستو په وېب پاڼه د اپ لوډ كولو قانون نشته٬ د دې سبب دا دے چې د ووټرانو ذاتي ډېټا وي او په دې د ھغه نامه٬ شناختي كارډ لمبر او د پلار نوم او عكس وي دغسې چې دا يو كس يا اداره كوم غلط مقصد لپاره استعمال نه كړے شي٬ ده ووئېل دا ډېټا داسې نتظيم هم ناسمه استعمالولې شي كوم چې د رياست په ضد كار كوي ۔ وياند ووئيل د اولس اسانۍ لپاره الېكشن كمېشن د 8300 اېس ايم اېس سهولت وركړے دغسې چې ھغه د خپل نوم اندراج او كوائف چېك كړے شي٬ ده ووئېل دا ډېټا د سبائبر بريدونو څخه هم خوندي ساتل مقصود دي٬ د دې نه علاوه انتخابي فهرستونه د قانون له مخې مشتركه فهرستونه وي دا د كوم مذهب په بنياد نه جوړېږي٬ وياند ووئيل كانديد يا بل څوك د انتخابي فهرستونه په رسمي توګه كاپۍ ترلاسه كولې شي
متعلقہ مضامین
-
PM to embark on maiden visit to Saudi Arabia today
-
NAB requests IHC to dismiss Ahsan Iqbal’s acquittal plea
-
PM to embark on maiden visit to Saudi Arabia today
-
Govt appoints Asim Ahmad as FBR chairman
-
Imran wants 2m people to gather in Islamabad for sit-in
-
KU suicide blast: govt decides to revisit NAP
-
Imran wants 2m people to gather in Islamabad for sit-in
-
ECP takes notice of Imran Khan’s anti-CEC speeches
-
1,64,000 children to be vaccinated in North Waziristan, Bannu
-
Marriyum brushed aside speculations of anchor person’s arrest
-
Marriyum brushed aside speculations of anchor person’s arrest
-
Woman marries her cat to avoid landlord’s pet restrictions