اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوی د عید میلاد النبیﷺ په موقع د بنديوانو په سزاګانو كښې د 90 ورځو كمې كولو منظوری وركړې ده۔د شورو په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ له مخې صدر مملکت سزاګانو كښې د كمې كولو منظوری د آئین آرټیکل 45 ترمخه وركړې ده۔سزاګانو كښې د كمې اطلاق به د قتل ، جاسوسی او د ریاست مخالفو هلو ځلو كښې په ككړو بنديوانو نه وي، سزاګانو كښې د کمی اطلاق به د زنا، غلا ، اغواء او ترهه ګرۍ٬ كښې د ككړو كسانو لپاره هم نه وي۔سزا كښې د کمی اطلاق مالی جرمونو او قامی خزانې ته زيان رسونكو په مجرمانو به هم نه كېږي۔سزا كښې د کمی اطلاق به په غیر ملکی افراد ایکټ، 1946 او منشیات کنټرول (ترمیمی) ایکټ 2022 ء ترمخه سزا شوو كسانو لپاره هم نه وي۔دغسې د 65 كلونو څخه زيات عمره نارينه بنديوان كومو چې په درېو كښې يوه برخه زندان تير كړے ،په هغوې به اطلاق وي۔60 كلونو څخه زيات عمره ميرمنو كومو چې په درېو كښې يوه برخه زندان تير كړے په هغوې به هم د سزا د كمي اطلاق وي۔18كلونو څخه کم عمره كسانو كومو چې په درېو كښې يوه برخه زندان تير كړے په هغوې به هم سزا كښې د كمې اطلاق وي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan Opposition leader Bilawal slams Imran Khan-led government
-
No one to be allowed to stage sit-in in Capital: Sheikh Rasheed
-
Niazi terms Imran Khan great asset to Muslim world
-
Fawad appeals Pakistani nation to attend PM’s historic rally today
-
160-vehicles group arrived Parade ground with federal minister Brig (r) Ijaz Shah
-
Minister apologises for remarks over ‘missing persons’
-
Women development linked to effective communication: President
-
Exposing foreign conspiracy by PM, real surprise for nation: Hammad
-
Graduation ceremony held at PAF Academy Asghar Khan
-
Opposition’s ploy of no-confidence set to prove a fiasco: Farrukh
-
Article 63-A refers to de-seating, not disqualification: SC judge
-
Aleem Khan will be next Punjab CM, predicts Aamir Liaqat