اسلام آباد۔18اګست(اے پی پی) د ريلوے لنډ مهاله وفاقي وزير كيپټن(ر)شاهد اشرف تارړ د خپل منصب ذمه واري پغاړه اخستې دي۔ د رېلوے وزارت افسرانو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔وفاقي وزير د رېلوے وزارت دوره وكړه او افسرانو سره يې ملاقات وكړو۔د ريلويز وفاقي سېكرټري سيد مظهر علي شاه د رېلوے انتظاميې او آپرېشنل معاملو په اړه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل چې د مسافرو تحفظ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ ټرين آپرېشن ټولو لپاره بايد په زړه پورې او محفوظ وي٬ په دې لړ كښې به وزارت او دې سره تړلې ټولو محكمو له د مسافرو حفاظت باوري كولو لپاره اقدامات كول وي۔ ټولې محكمې دې په سمدستي توګه د حفاظت په اړه آډټ او اسیسمنټ وكړي او رپورټ دې په 7 ورځو كښې وړاندې كړي۔ وفاقي وزير ووئيل چې اېم اېل ون پاكستان لپاره يو مهم او سټرټيجك منصوبه ده٬د رېلوے آمدن زياتول هم زمونږ په لومړو وترجيحاتو كښې شامل دي۔
متعلقہ مضامین
-
SC directs LHC to decide NAB jurisdiction regarding probe of MCB privatisation
-
No-trust motion to give fatal blow to non-serious opposition: Fawad
-
PTI public meeting, not meant for confrontation with any political party: Fawad
-
Farrukh appeals ECP to start hearing of PML-N,PPP foreign funding case at earliest
-
Revenue officer caught red handed
-
KE completes first firing of 450MW generation unit
-
Farrukh deplores PML-N leaders’ duplicity over govt’s economic policies
-
President seeks media, ulema’s role on family planning
-
PPP wants ISI to probe Aseefa ‘drone attack’
-
Woman commits suicide
-
PM urges expats to invest in CBD, RUDA projects
-
Nation should observe “Youm-e-Tashakur” for UN’s designation of March 15: Murad Saeed