دوبئي29 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د ملګرو ملتونو 28 كنفرنس آف پارټيز(كوپ 28)كښې ګډون لپاره دبئي ته رسېدلے دے ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دوبئي المكتوم نړيوال هوائي اډه باندې د متحده عرب امارات د انصاف وزير عبدالله سلطان بن عواد النعميي٬په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمزي او د پاكستان سفارتخانې عملې د وزيراعظم هركلے وكړو۔وزيراعظم به په 28م كنفرنس آف پارټيز كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔وزيراعظم به په وړومبر او دوهم دسمبر ورلډ كلائميټ ايكشن سمټ كښې ګډون كوي۔د وزيراعظم سره نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني٬د خزانې نګرانه وزيره ډاكټر شمشاد اختر٬د موسميات او بدلون وفاقي وزير احمد عرفان اسلم او د توان وزير محمد علي به هم كوپ 28م كښې ګډون كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Wateen, Cisco partner with Beaconhouse for managed internet services
-
IGP takes notice of death by kite string
-
Kamyab Jawan Programme making youth useful citizens: Sarwar
-
PTI to disclose ‘no confidence strategy’ on time: Asad Umer
-
Policy-makers, parents ought to ensure child rights:NCRC
-
‘Biometric Verification Service’ to facilitate pensioners launched
-
Voting on no-trust motion after March 27
-
Governor Sindh, law makers call on PM to express confidence
-
Khalida Shafaat donates Rs2m for GCU-EFT
-
Constitutional amendment must for effective LG system
-
Newlinear accelerator inaugurated at SKMCH&RC Lahore
-
Sindh declares public holiday on Holi