اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې عمران خان له به توشه خانه ٬ القادر ټرسټ او د كرپشن په نورو كېسونو كښې ځواب وركول وي ٬ پي ټي آئي پرېښودونكي رياست سره ولاړ دي۔ ده د زيارت په ورځ اسلام آباد هائي كورټ څخه بهر خبريالانو سره خبرې كولې۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال عطا تارړ ووئيل نيازبين خان تاخير چالونه وچلول٬ كه دې په زندان كښې وو نو په بلوچستان كښې به يو معزز وكيل وژلے شوے نه وو٬ په دې كېس كښې د وژلي شوي وكيل ځوي عمران خان په اېف آئي آر كښې نامزد كړے دے۔ ده ووئيل كريمنل مائنډډ دا ګڼي چې د ده وجود د رياست نه زيات مهم دے خو دا د دوئي تېروتنه ده۔ ده ووئيل په تېر سخت وخت كښې 5 كسانو مونږ پرېښودلې وو خو چې كله هغوي بېرته راغلل نو مونږ پراخا زړه سره هغوي ته هركلے ووے۔ ده ووئيل د جهانګير ترين ګروپ ډېر كسان مونږ سره دي او د كابينې برخه دي٬ په سباؤن كښې به هم دوئي سره مخ په وړاندې ځؤ۔ د پاكستان مسلم ليګ نون لارښود محسن شاهنواز رانجھا ووئيل چې د عمران خان وكيل لخوا دا تاثر وركړے شوے دے چې 120 ورځې پس ګوشوارې چېك كېدې نه شي ٬ دا خبره سمه نه ده٬ مونږ سپيكر ته خپل رېفرنس وړاندے كړے په كوم چې سپيكر معامله الېكشن كمېشن ته ولېږله ٬ په دې صورت كښې د 120 ورځو كوم بندېز نه لاګو كېږي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن د پرېكړې 10 مياشتو وروستو هم كېس وړاندې نه ځي٬ د دې په مقابله كښی د نواز شريف د كېسونو به روزانه سماعت كېدو٬ ټاكنو څخه وړاندې پرېكړه وكړې شوه ٬ دا خصوصي ټريټمنټ عقل څخه بهر دے۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan stock market claims highest profit in 10 years: Fawad
-
31 new Omicron cases detected in Lahore
-
Pak-China Friendship Hospital Gwadar to complete by Dec 2022
-
Bajwa underscores importance of peace in Afghanistan
-
Another female medical student found dead in Sindh
-
Murree administration caught ‘unprepared’
-
FM leaves for Romania, Spain on official visit
-
MQM-P, PTI, GDA vow to oppose Sindh LG (Amendment) Act
-
Bizenjo takes notice of illegal hunting deforestation in Balochistan
-
A new suspect in the Harmain murder case has been arrested in Karachi
-
IGP orders arrest of couple’s killers
-
40 Omicron cases detected in Sindh