اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د مذهی چارو وفاقی وزیر سینیټر طلحه محمود وئيلي دي چې د قربانۍ په لړ كښې د حج كونكو څخه اخستلې شوي 55 زره سړي سر په حساب سره حج كونكو اکاؤنټ ته بيرته لېږلې شوي،سږ كال به د پاكستان څخه يو لاكهه 75 زره كسان د حج فریضه ادا كوي، حج كونكو له هر ممکن آساني وركولو له هڅي كوو،وزیراعظم شهباز شریف ، د كورنيو چارو وزیر رانا ثناء الله او د سعودی سفیر نواف بن سعید المالکی روډ ټو مکه په اړه مهم کردار ترسره كړې په دې د هغوي مننه كوم ، د حج آپریشن وړژمبې پرواز د کراچۍ څخه سهار په 04:55 ٬ د اسلام آباد څخه وړومبې پرواز د اتوار په شپه په 09:20 روانيږي، اسلام آباد څخه به پروازونه مدیني منوري ته ځي، دويم پرواز به د کراچۍ نه پس د لاهور څخه ځي۔د خالي په ورځ يو پرېس کنفرنس ته وينا كښې سینیټر طلحه محمود ووئيل سږ كال به يو لاكهه 75 زره كسان د حج فریضه ادا كوي،څلور كاله پس دا لوئ حج كيدونكې دې۔تير كال پاکستان څخه 34 زره كسان د سرکاری سکیم ترمخه او پرائیویټ آپریټرز د لاري 45 زره كسانو د حج فریضه ادا کړې وه۔سږ كال د ټولي نړۍ څخه تقریبا 30 لكهه څخه زيات كسان به د حج فریضه ادا کړي۔ده ووئيل پاكستان څخه چې كله كسان تتل نو په هوائي ميدان به ئې لوئ انتظار کولو اوس دا نه وايو چې انتظار به نه كوي خو په هغي كښې به ښه والې راوستلې شي دغسې چې حج كونكي د انتظار د زحمت څخه څه نه څه بچ شي ، 26 زره حجيان به د اسلام آباد څخه مزل كوي د هغوي امیګریشن او نور ضروری کارروائی به د اسلام آباد په هوائي ميدان بشپړولې شي چې ورسره به هغوي د انتظار زحمت څخه بچ شي،د هېواد په نورو هوائي ميدانونو اوس هم دا آسانۍ نشته۔
متعلقہ مضامین
-
Murtaza Wahab inaugurates ‘Misaali Park’ in Karachi’s Shah Faisal
-
FM Qureshi for enhanced Pak-Greek cooperation in culture, tourism
-
10 Dead, 933 Injured in 871 road accidents in Punjab
-
Next week, another round of rain is expected in Karachi
-
Jinnah’s desire for ‘Second to None’ Air Force was right: speakers
-
Don’t ‘sell’ Pakistan’s sovereignty, warns opp
-
Our political landscape, economy, defence are stable, Fawad Chaudhry says
-
PML-N MPA Bilal Yasin shot, injured in Lahore
-
Literary and Cultural Center to be opened by next week
-
Moon sighting body to meet today
-
President Arif Alvi stresses economic inclusiveness of women
-
KP Assembly passes resolution on formation of new provinces