اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې عمران خان د کرپشن په کېس كښې نيولے شوے، پی ټی آئی كارمندانو تېره ورځ اولسي او ریاستی املاك ته زيان رسولې، د پی ټی آئی لارښودو خپل کارمندان نه دي منع كړې، دا اولسي ردعمل نه ؤ،د منصوبه بندۍ ترمخه شوې، څوك چې هم قانون لاس كښې اخلي ، هغه نه پاكستانې دے او نه د پاكستان وګړے،اولسي او رياستي املاك ته د زيان رسونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې د اطلاعات وفاقی وزیرې ووئيل نېب د القادر ټرسټ پلټنې كوي، عمران خان ته په دې كېس كښې 15 نوټسز لېږلې شوي ، هغه په دې كېس كښې نه دې وړاندې شوے، هغه له په دې كېس كښې ځواب وركول پكار ؤ ، عمران خان نېب ته مطلوب وو۔ وفاقی وزیرې ووئيل د عمران خان نيولو نه پس د پي ټي آئي لارښودو خپل كارمندانو له د اړي ګړې كولو ترغيب وركولو،د پی ټی آئی کارمندانو چې څه كړي هغه ټول هېواد ليدلي دي،آيا دا اولسي ردعمل ؤ ؟ دا د منصوبه بندۍ ترمخه شوے۔دې ووئيل د پي ټي آئي لارښود وائي تېره ورځ چې څه شوي هغه زمونږ كارمندانو نه دي كړې۔ وفاقی وزیرې ووئيل د پی ټی آئی کارمندانو تېره ورځ اولسي او رياستي املاك ته زيان رسولې،د هغوي لارښودو ولي هغوي نه دې منع كړې، كوم هم سياسي ګوند دا ډول كار نه كوي۔ دي ووئيل زمونږ كسان هم نيولې شوي ؤ، نواز شریف، مرېم نواز، شهباز شریف، شاهد خاقان عباسی، رانا ثناءاللہ او د سعد رفیق پشمول نور لارښود نيولې شوي ؤ، شہباز شریف د پاكو اوبو كېس كښې راغوښتلې شوې ؤ او آشیانه كښې نيولے شوے ؤ،مونږ چري هم دا ډول غبرګون نه دې كړي كوم چې پي ټی آئی د عمران خان په نيولو كړې۔ دي ووئيل دې څخه وړاندې كله چې زمان پارك كښې پولیس عمران خان نيولو له تللې ؤ نو په پولیس پټرول بمونو سره بريد شوې ؤ۔دې ووئيل پی ټی آئی چې څه كوي هغه ټول هېواد ګوري۔ وفاقی وزیرې ووئيل د عمران خان د نيولو نه پس د هغه باقاعدہ میډیکل چېك اپ شوې،نور هم ټول اېس او پیز بشپړ شوې۔دي ووئيل څوك چې هم قانون لاس كښې اخلي نه هغه پاكستانې دې او نه د پاكستان وګړې،تېره ورځ سرکاری ودانو او په كورونو بريد شوې، سرکاری املاك ته د زيان رسونكو په ضد به كاروائي كولې شي،دا ډول عمل به زغملے نشي۔
متعلقہ مضامین
-
No place to pray: Muslims under pressure in India
-
Shaikh Rasheed visits Mazar-e-Quaid, pays tributes
-
COVID-19 claims seven lives, 353 new cases surface
-
Lahore ranks first in world’s most polluted cities
-
Under the PPO and LHC rules a child cannot evict his or her parents from the house
-
Alvi urges world to take notice of rights violations in IIOJK
-
Man died, two injured as bomb blasts in Waziristan
-
Shujaat congratulates Fazl on triumph in KP LG election
-
Drizzle turns weather pleasant in Lahore
-
Suspected harassers detained as women call police
-
Six family members die due to gas accumulation
-
3.5kg ice heroin seized from UAE-bound passenger