لاهور۔14جنوری(اے پی پی)د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن سره د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ليدلي۔ په دې مهال په هېواد كښې د روانې معاشي وضعې په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پنجاب ګورنر وفاقي وزير سره خپلو خبرو كښې ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې ټوله اقتصادي ډله د معيشت بهترۍ او ثبات له كوټلې هڅې كوي۔ ده ووئيل حالات ناوړه دي ولې بياهم معيشت سره سره په نورو څانګو كښې هم استحكام رامخې ته كېږي۔ ګورنر بليغ الرحمن ووئيل د مسلم ليګ نون په تېرو دورنو كښې د ګرانۍ شرح كمه وه ٬ جي ډي پي ګروتھ ښه وو او پاكستان په معاشي توګه د مضبوط هېواد به حېث رامخې ته كېدو پلو روان وو۔ ده ووئيل مسلم ليګ هېواد له ستونزو څه د ويستلو عزم لري۔ ګورنر وفاقي وزير ته په اوسنيو كاميابو دورو مباركي وركولو سره ووئيل د اوسنيو دورو په مهال ګردې نړۍ چې په كوم ډول پاكستاني اولس لپاره ريليف پېكج اعلان كړې دا د اوسني حكومت په سپېځلتيا د باور څرګندونه ده۔ د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن د هېواد معيشت بهترۍ لپاره د وفاقي وزير هڅې وستائلې۔ وفاقي وزير ووئيل په راتلونكو ورځو كښې به معيشت كښې نوره بهتري رامخې ته شي۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې داسې ډول چېلنجونه كله مخې ته نه دي راغلې ولې بياهم د هېواد معاشي استحكام له به ټول صلاحتيونه كارولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
China’s technology export will improve Pakistan’s agriculture
-
Haleem, Gohar discuss political situation
-
Rawalpindi’s coronavirus positivity rate drops to 0.3 pc
-
IHC takes notice of GB ex-judge’s allegations
-
Fire blazes in multi-storey Victoria shopping centre in Karachi
-
Govt forcing smaller parties to attend joint session: Fazl
-
Rs15b to be spent on Lilla-Jhelum road project: CM
-
EVM to play role of neutral umpire
-
COVID-19: Pakistan records 460 new cases in last 24 hours
-
Islamic scholars declare smoking impermissible and undesirable
-
Citizens Archive of Pakistan introduces School Outreach Tours Project
-
PRCS provides life-saving oxygen concentrators to govt hospitals