اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر امير شېخ تمېم بن حمد الثاني د ټېلي فوني تماس د لارې د شريكې خوښې په دوه اړخيزه او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ده ٬ وزيراعظم د قطر امير ته د جنورۍ په 9مه نيټه كال 2023 په جنيوا كښې د ملګرو ملتونو سره په ګډه كوربتوب كښې د پاكستان پحقله د موسمياتي بدلون اثرات په اړھ په نړيوال كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم په پاکستان كښې د تباهۍ كونكې سېلاب نه پس د قطر لخوا په مرسته د امير قطر مننه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون د منفي اثرات زيان نه بحالۍ او بيا رغونې لوي چېلنج سره مخ دے ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان خپل محدود وسائل تر ممكنه حده استعمال كړي، په ځپلو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې د سخت چېلنج مخنيوي او په سباٶن كښې د موسمياتي بدلون منفي اثرات نه بچ كېدو لپاره پرله پسې نړيوال ملاتړ او يوالي ته اړتيا ده ۔ وزيراعظم د قطر امير ته د فټ بال ورلډ کپ په كاميابۍ سره په كوربتوب مباركي وركړه چا چې لوبو لپاره نړيوالو مقابلو لپاره يو نوے معيار قائم كړے٬ دغسې وزيراعظم او د قطر امير د شريكې خوښې په دوه اړخيزه او نړيوالو چارو هم مختصر خبرې وكړې
متعلقہ مضامین
-
Dengue fever kills six more people in Punjab, toll rises to 59 this year
-
Comprehensive KP law on HIV/AIDs on the cards
-
Karachi private school’s registration suspended after hidden cameras found in washroom
-
Orphan Care Camp examines 300 children
-
Punjab CM extends contracts of ad hoc doctors
-
Resolution of Kashmir dispute a prerequisite for peace: PM
-
COVID- SSGC’s contribution acknowledged
-
Farrukh asks PML-N to stop shedding crocodile tears
-
No role of opposition in putting off parliament’s joint session, says Khursheed
-
‘Lal Haveli’ contemplating to launch scholarship program for higher education of women: Sh Rasheed
-
SHC cancels death sentence of accused in multiple murder case
-
EPI receives 23 vaccination vans from UNICEF