اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د چين د پخواني صدر چيانګ زيمن په مړينه د افسوس څرګندونې لپاره د چين سفارتخاني دوره كړې او د پاكستان حكومت او اولس لخوا ئې د چين قيادت او اولس سره غمرازي كړې٬ صدر مملکت د چين سفير نونګ رونګ سره هم غمرازي وكړه۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل د چيانګ زيمن په مړينه غمژن يم٬ د پخواني صدر كورنۍ او د چين اولس او حكومت سره د يوالي څرګندونه كوم۔ په دې موقع صدر مملكت د پخواني صدر سياسي او سماجي خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووېيل چې چيانګ زيمن يو زيرك سياست مدار او لارښود ٶ٬ ھغه د پاكستان او چين ترمېنځه اولسي روابطو په مستحكم كولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كړې دې۔ صدر مملکت د کورونا او تباه کن سېلاب په مهال د چين په مرسته هم مننه وكړه۔ د دې نه پس د پاكستان او چين په سركاري ميډيا خپل بيان كښې صدر مملکت د چين پخواني صدر په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په تندۍ سره بدلېدونكې نړۍ كښې پائيدار امن٬ نړيوال او سيمه ايز معاشي او مالياتي استحكام كښې چين ته مركزي حېثيت ترلاسه دے
متعلقہ مضامین
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Punjab govt takes big step to make LG institutions functional
-
Chinese embassy holds short video creation contest
-
11 injured in Kharan blast
-
IHC seeks details of FIA’s powers
-
Illicit cigarette trade in Pakistan
-
SC directs provinces to submit reports on tree plantation
-
Punjab leads in COVID-19 vaccine race, says Asad Umar
-
FFC holds extraordinary general meeting
-
FATA students: NA body seeks HEC notification for doubling seats
-
Alvi calls for youth guidance to benefit from Kamyab Jawan Program
-
Services of legal fraternity for upholding Constitution, law commendable: Fawad