اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاكتر محمد فېصل وئېلي دي د كشمير په مسئله د پاكستان مؤقف كښې كوم بدلون نه دې راغلې او نه به راشي٬د كرتار پور صاحب زيارت لپاره د راتلوونكو په پاسپورټ به كوم سټېمپ نه لګېږي ٬وزيراعظم عمران خان به په 9 نومبر د دې باقاعده پرانسته كوي٬دا اقدام پاكستان كښې د اقليتونو يو برابر حقونو په حقله د پاكستان د سوچ عكاسي كوي ۔دې لپاره كومې ويزې ته حاجت نشته٬د هند د اړخه به په لسو ورځو كښې د ياتريانو د وړاندې څخه فهرست وركول لازمي وي۔د زيارت په ورځ د كرتارپور په زيرو پوائنټ د تاريخي كارتار پور صاحب راهدارۍ پرانستلو په لوظ نامه لاس ليك اوشو۔په لوظ نامه د پاكستان د اړخه د خارجه دفتر وياند او د سوئېلي آسيا او سارك ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فيصل دغسې د هند د اړخه د خارجه چارو وزارت جوائنټ سېكتر او د مذاكراتي ډلې مشر اېل سي اېل داس لاس ليك وكړو۔په دې موقع ډاكټر محمد فيصل ووئيل دا راهداري به په اونۍ كښې 7 ورځې د ياتريانو لپاره پرانستلې وي دغسې ياتريان به سهار راتللو سره د زيارت كولو نه پس ماښام بېرته ځي٬د ورځې به 5 زره ياتريان راتللې شي خو په دې كښې زياتوالې هم كېدې شي۔ده ووئيل په كرتار پور كښې د سيكهانو ګودرواره جوړه شوې كومه چې په ټوله نړۍ كښې منفرد ده ۔د اقليتونو په اړه دا د پاكستان د سوچ عكاسي كوي ۔ده ووئيل مونږ د كوم بل سوچ ذمه وار نه يو٬دلته د راتلوونكو ياتريانو لپاره به كومه ويزه نه وي۔د سپيځلتيا لپاره پاسپورټ سكين كولو سره به ياتريانو ته اجازه وركولې شي دغسې په پاسپورټ به كوم سټېمپ نه شي لګولې۔ ده ووئېل وزيراعظم به په 9 نومبر د دې پرانسته كوي او د دې لپاره به يوه لويه دستوره كېږي ۔ده ووئيل په 7 ٬ 8 مياشتو كښې دا كار بشپړ شوې۔دې لپاره د ټولو اړوندو ادارو٬محكمو او وزارتونو مننه كوو٬دا يو مشكل عمل ؤ او د هند سره د خبرو اترو تاريخ كله هم آسان نه دے
متعلقہ مضامین
-
Malaysian Council General opens education fair
-
IK’s telethon will be of a great help for flood victims: Elahi
-
Punjab govt’s timely measures protected Taunsa city: Cheema
-
PRCS, IFRC to raise 35 million CHF for flood relief in Pakistan
-
Nothing ‘illegal or wrong’
-
WWF-Pak appeals donors for relief, rehabilitation of flood Victims
-
Permits issued for import of 13000 tonnes of tomato, onion
-
Food fortification key to resolve Balochistan’s malnutrition issue: experts
-
Pakistan, China set up JWG on disaster relief
-
Flood survivor gives birth to newborn ‘Sailab Khan’
-
Nation blown away by Jazz’s National Song Competition winner Hassan Bin Tariq’s track
-
Message from Air Chief Marshal Zaheer Ahmed Baber Sidhu, NI(M) Chief of the Air Staff, Pakistan Air Force on the Defence Day of Pakistan-2022 (Print Media)