اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري وئيلي دي چې په امريكا كښې كار كوونكې اسلامي ډلې دې د هند د انتهاخوښي حكومت ظلمونه په ډاګه كولو لپاره بې ګناه كشميريانو سره د يووالي څرګندونه وكړي ٬ د دوي د خپلواكې د حق هڅې په يو مهم پړاؤ كښې داخلې شوې دي۔ ده دا خبرې د امريكې په نيويارك ښار كښې د اسلامي ادارو مشرانو يو پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ په دې ملاقات كښې د امريكې٬ تركيې٬ عرب او بنګالي ادارو نه علاوه د نورو اسلامي تنظيمونو مشران شامل وو۔ د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې د اګست په 5مه نېټه هند په كشمير د قبضې كولو هڅه كړې۔ ده ووئيل چې په امريكا كښې كار كوونكې اسلامي ډلې دې د هند د انتهاخوښي حكومت ظلمونه په ډاګه كولو لپاره بې ګناه كشميريانو سره د يووالي څرګندونه وكړي ٬ د دوي د خپلواكې د حق هڅې په يو مهم پړاؤ كښې داخلې شوې دي۔ ده ګډون كوونكي د مقبوضه كشمير د اندېښمن صورتحال نه خبر كړل او د دوي د مرستې ئې مننه هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
The Dance of death: Islamabad
-
Asad seeks a report of accident on M-5
-
Judge a ‘national criminal’: Fawad
-
Masood Mahmood-1977
-
LHC dismisses PTI’s plea seeking disqualification of PM
-
Harvard University students meet Gen Bajwa
-
Don’t stand with ‘thieves’
-
Shazia monitors relief, rescue in rain-hit areas of Sanghar
-
Nationwide anti-polio campaign kicks off
-
Timely completion of projects foremost priority: WAPDA chairman
-
Around 300 animals died of lumpy skin virus in RWP
-
Police, contestants agree on cooperation during Sindh LG polls