اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ د بيلجيئم دوهم وزيراعظم او د خارجه چارو وزير ډېډيئر رنډرز سره ټېليفوني تماس نيولې دے۔د خبرو اترو په مهال په منطقه كښې د امن او امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير د بيلجيئم دوهم وزيراعظم د پلوامه پېښې نه وروستو د هند جارحيت او په منطقه كښې د امن او امان خراب صورتحال باندې د تشويش څخه خبر كړې شول ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هند د سياسي مقاصدو لپاره په منطقه كښې د امن او امان صورتحال خراب كړې او زمونږ وزيراعظم عمران خان نن يو ځل بيا هند ته د امن پېغام وركولو سره د مذاكراتو بلنه وركړې۔ د بيلجيئم دوهم وزيراعظم او خارجه چارو وزير دواړو هېوادونو ته د ا من لارې خپلولو او ټولې شخړې د خبرو اترو د لارې په حل كولو زور راوړې او وې وئېل چې بيلجيئم به په سوئېلي آسيا كښې د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره خپل كردار ادا كوي
متعلقہ مضامین
-
PTI leads as vote count in second phase of KP LG polls underway
-
PML-Q will surprise in election of CM Punjab: Mustafa Malik
-
President calls family of martyred troops of Sibi and Bajaur terror incidents
-
‘Powerful’ country angry due to my Russia visit: PM
-
Engro Energy hosts the Pakistan Energy Symposium
-
Money laundering: court issues notice to Shehbaz
-
Eight dead, 1,195 injured in Punjab road accidents
-
Remembering the legacy of Zulfiqar Ali Bhutto
-
4,000 cops deployed for Ramazan security plan in Peshawar
-
IHC adjourns case against Rana Shamim till April 26
-
Money laundering case: Court summons Shehbaz, Hamza for indictment on Apr 11
-
US denies any involvement in regime change in Pakistan