اسلام آباد ۔ 01 مارچ(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د منطقې په روانه وضعه كښې د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو د تركيه او ترك اولس مننه كوو۔ پاکستان او تركيه ټول عمري د يو بل مرسته كړې ده۔ پاکستان به د رېلوے پرمختګ له د تركيه تجربو څخه استفاده كوي۔ پاكستان كښې د تركيه سفير احسان مصطفی يرداكل سره د جمعې په ورځ ملاقات كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل مونږ خوښي لرو چې د ترك اولس مشر طيب اردګان د پاكستان دورې په مهال د پاكستان او تركيه ترمينځه د رېلوے څانګه كښې همكارۍ له هم عملي ګامونه پورته كړې شي۔ وفاقي وزير د تركيه رېل كمپنيو ته د اېم اېل ii او iii کوئټه زاهدان او تفتان ( ایران) رېل لائن اپ ګرېډېشن كښې د همكارۍ بلنه وركولو سره ووئيل ترکيه دې د رسالپور لوکو موټو فېکټرۍ كښې همكاري وكړي۔ پاكستان رېلوے به ورسره هر ډول مرسته كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د منطقې په روانه وضعه كښې د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو د تركيه او ترك اولس مننه كوو۔ پاکستان او تركيه ټول عمري د يو بل مرسته كړې ده۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د تركيه سفير ووئيل ترکيه او پاكستان ملګري هېوادونه دي او دواړه هېوادونه په بېلو څانګو كښې د يو بل مرسته كوي۔ ده وئيل تركيه پاكستان سره د هاؤسنګ، سېلګرۍ او انفراسټركچر وده كښې د مرستې كولو او دې څانګو كښې د همكارۍ صلاحيت لري
متعلقہ مضامین
-
Khan’s gambit
-
Pakistan has become economic hub, focusing on connectivity: Prof Cheng
-
Accountability Court convicts two outlaws in housing scheme scam, fined Rs 120 mln
-
Development work on Karachi roads reviewed
-
World must notice burning of Muslim’s homes in Rajasthan
-
Hassan Ali is having a bad time, says Babar Azam
-
ECP accepts PTI losing candidate’s writ petition
-
Imran urges people to come out to protest US ‘meddling’
-
Hamza Shehbaz to take oath today as self-proclaimed CM punjab
-
President for introducing special educational tools for differently-abled persons
-
PTI ready to face every challenge: Aliya Hamza
-
Pakistan reports zero coronavirus deaths for fourth consecutive day