اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی)ګوادر د پاكستان ښه پروژه ده٬حكومت دې ته په خاص توګه پام كوي۔دا خبره د ميري ټائم آفيئررز لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ كښې د ميري ټائم افيئرز وفاقي وزير علي زيدي كړې۔د كمېټۍ غونډه د چيئرمېن مير علي عامر مګسي پھ مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔كمېټۍ ته د بريفنګ وركولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې ګوادر ته د ايران څخه برېښنا وركړې كېږي٬هلته د رابطو٬اوبو پشمول نورې آسانۍ وركولو له هڅې روان دي۔علي زيدي ووئيل چې د نړۍ 80 فيصده تېل د ګوادر څخه تېرېږي خو هلته شپ يارډ نشته دې۔ده ووئيل چې شپ يارډ جوړولو لپاره كار روان دې٬د دې د جوړولو سره به د 20 نه تر 25 زره خلكو ته د روزګار موقع ترلاسه شي۔ميري ټائم كمېټۍ ته د كراچۍ پورټ ټرسټ٬ګوادر پورټ اتهارټي٬پاكستان نېشنل شپنګ كارپورېشن بېړو او ملازمينو شمېرې او هغوي ته د آسانيو وركولو په اړه هم بريفنګ وركړی شو۔په غونډه كښې د پاكو اوبو او پلانټس لګولو او كبان نيونكو تربيتي ادارو هم جاج واخستلې شو
متعلقہ مضامین
-
PML-N candidate declared victorious in recounting of Tehsil Lora LB election
-
PMC to improve healthcare education standards
-
Govt created 5.5m jobs during past three years: minister
-
DPO holds open Kutchehri
-
ITP tickets 4,123 for jumping signal
-
IHRA to start regular examination of health establishments
-
PTA introduces mechanism to curb pornographic content
-
Lahore CCPO removed from post
-
EBM collaborates with HabibMetro for easy home-financing solutions
-
British PM wishes good luck to newly-elected PM Shahbaz
-
Jazib Zaman made chairman of FPCCI’s regional standing committee
-
PM orders first inquiry against PTI government