اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي د هند تجارت په اړه غیر مناسبه پريكړې سره به په پاکستان اثر نه پريوځي، پريكړه به پخپله د هند لپاره زيان منده ثابت شي، حکومت ګورننس كښې په ښه والې لپاره سرکاری څانګو كښې اصلاحات كوي۔ ده د زيارت پھ ورځ ايسوسی اېشن آف چارټرډ اکاؤنټېنټس (اے سی سی اے) پاکستان د سيورې لاندې ’’پاکستان لیډر شپ کنورسېشن 2019 ‘‘ ته خطاب او دې نه پس ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د هند د اړخه د پاکستان مصنوعات په درآمد ډیوټیز زياتولو پريكړه غیر مناسبه ده، دې سره به د پاکستانو مصنوعاتو په تجارت اثر نه پريوځي بلکه هند ته به پخپله زيان ورسي۔ د خزانې وزیر انټرنېشنل مانیټری فنډ (آئی ایم ایف) سره د خبرو اترو پھ اړه ووئيل حکومت او آئی اېم اېف ترمينځه تکنیکی ناستې كېږي او په بيلو چارو اختلافات کم شوې۔ ده ووئيل داسې دوه ناستې تيره اوونۍ شوې دغسې يوه غونډه به راروانه اوونۍ كښې كېږي، د غونډو پھ مهال د شميرو تبادله كېږي۔ د خزانې وزیر اسد عمر د آئی اېم اېف باقاعدہ مشن امکانات په اړه ووئيل د چارو ترسره كيدو په صورت به يوه غونډه كېږي۔ دې څخه وړاندې کنفرنس ته په خپل خطاب کښې ده ووئيل حکومت ګورننس كښې ښه والې له سرکاری څانګو كښې اصلاحات كوي په كومه عملدرآمد سره به چې هېواد كښې كوټلې پرمختګ او سوكالۍ له لاره هواره شي۔ ده ووئيل سم كس په سم ځائې لګولو ته اړتيا ده،تر څو چې مونږ پروفېشنلز له بشپړه اسانۍ او موقعې ورنه كړو تر هغه وخت پرمختګ نه شي كيدې۔ اسد عمر ووئيل پاکستان صلاحیت لرونكې افرادی قوت لري د كومو د صلاحیتونو څخه چې د ګټې پورته كولو هڅې كوو، نجی څانګو كښې پروفېشنلز ته د خپلو صلاحیتونو كارولو ښې موقع ترلاسه كېږي ځګه هلته د کارکردګۍ ښه معیار وي۔ ده ووئيل د يو لارښود وژن زيات مهم وي دغسې چې سباؤن كښې ښې پريكړې وكړي۔ ده په اے سی سی اے زور راوړو چې زيات پیشه وره پوهان رامخې ته كړي دغسې چې سباؤن كښې د پروفېشنلز زيات شوې حاجت تر سره كړې شي
متعلقہ مضامین
-
PTI finalises references against dissident MPs
-
Women among three killed in Faisalabad
-
PTI MPs to attend NA session today
-
IHC seeks written arguments in PECA case
-
AJK PM takes notice of flour shortage
-
Sindh govt names two flyovers, forest after Niamatullah, Farid Sabri, Mrs Dina
-
Singer Ed Sheeran wins ‘Shape of You’ copyright dispute
-
Pakora–a spicy food item attracts Peshawarites during Ramazan
-
Shehbaz asks COAS, ISI chief to prove if opp committed treason
-
English Biscuit Manufacturers bags gold and bronze accolades at Effie Awards
-
Man, grandson die after eating poisonous fruit in Okara
-
Pakistan will have 60% renewable energy by 2030