حكومت به آزادۍ سره د رائې د څرګندونې آئيني او جمهوري حق ودې ٬ د خبريالانو ساتنې او خېر ښېګړې له خپل كردار روان ساتي۔ فواد حسېن چوهدري
اسلام آباد ۔ 12 جنوری (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد نوي ټاكلي شوي صدر شكيل قرار او نورو عهدېدارانو ته په ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړې ده۔ ده ووئيل ستاسو كاميابي د خبريالې ورورولۍ په تاسو د باور څرګندونه ده۔ د پاکستان تحریک انصاف حکومت آزادۍ سره د رائې په څرګندونه بشپړ باور لري او ددې آئيني او جمهوري حق ودې او د خبريالانو ساتنې او خېر ښېګړې له به خپل كردار روان ساتي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد نوې ټاكلې شويو عهدېدارانو په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې وكړه۔ د نېشنل پرېس کلب اسلام آباد نوي ټاكلي شوي صدر شكيل قرار ٬ عمومي سېكتر انور رضا او نورو عهدېدارانو په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير هيله ولرله چې نوي ټاكلي شوي عهدېداران به د خبريالانو او ميډيا وركرانو مسئلو حل كولو او د دوئي خېر ښېګړې له خپل بشپړه صلاحيتونه وكاروي۔
متعلقہ مضامین
-
Two died in road accident
-
Another NADRA Mega Center in Peshawar to open soon
-
Col. Fateh Sher Khan Memorial T20 Cricket Cup from Wednesday
-
Govt taking special initiatives for physical & mental health of the children
-
Free medical camp organised in Mohmand
-
IRSA releases 78881 cusecs water
-
First-ever livestock policy to increase halal meat exports
-
Forest dept to plant 22.246m saplings in merged districts
-
IHC instructs govt to introduce law for girls’ marriage
-
Pakistan calls for working with Afghan govt to stabilize country, ensure regional peace
-
City receives rain
-
Excise dept seizes 12kg of charas, three held