اسلام آباد ۔29 نومبر(اے پی پی) د حکومت او مخالفې ډلې ترمينځه د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن په معامله اختلاف روان دے ولې بيا هم د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن غوره كولو لپاره معامله په ښه ډول ترسر ه كولو له حكومتي او د مخالفې ډلې لارښودو سره تماس نيول پېل كړي دي۔ هيله ده چې د قامي اسمبلۍ تر راروان سېشن به د پبللك اكاؤنټس كمېټۍ پشمول د نورو قائمه كمېټيو د جوړولو پړاؤ هم ترسره كړې شي۔ د قامی اسمبلی سېکرټرېټ ذريعو ترمخه د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمین په معامله د حكومت او مخالفې ډلې ترمينځھ د روان اختلاف حل لټولو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر مهمو حكومتي لارښودو سره سره د مخالفې ډلې مشرانو لارښودو سره هم مشاورت پېل كړې ۔ ذريعو هيله څرګنده كړې چې دا معامله به د قامي اسمبلۍ تر راروان سېشن په غوره ډول حل كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي د حكومت لخوا د مخالفې ډلې مشر مياں شهباز شريف د پي اے سي چيئرمېن ټاكنې څخه ډډه كولې شي او د مخالفې ډلې غوښتنه ده چې د تېرو دورونو د اے پي سي چيئرمېن په حقله روايت بايد په ځائې وساتلې شي۔ د دې اختلاف لامله د قامي اسمبلۍ د 29 قائمه كمېټيو د تشكيل كار هم ځڼد سره مخ دے۔ د قامي اسمبلۍ د قاعدو او ضابطو قاعده 200 ترمخه د وزيراعظم سوګند پورته كولو نه وروستو په 30 ورځو كښې د قائمه كمېټيو جوړولو پړاؤ ترسره كول ضروري وي۔
متعلقہ مضامین
-
107.854 million saplings to be planted during spring plantation campaign
-
HEC rejects false assertions of Dr Binouri about research centers audit
-
BAP threatens to leave federal govt
-
Saudi Arabia deposited $3bn funds at interest rate of 4%
-
President contacts martyrs’ families, pays tributes to Panjgur sacrifices
-
Anti-dengue drive continues
-
Police arrests three suspects in murder case
-
COVID-19 claims 12 more lives, 49 new infections in RWP
-
Azhar has fond memories of Pak-Australia battles
-
Why not student unions?
-
One dead, several injured in Lahore clash between Muslims, Christians
-
India now a stronghold of extremists: Sarwar