اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی)وفاقي وزير/ د وزيراعظم د موسمياتي بدلون په اړه صلاحكار ملك امين اسلم خان وئېلي دي د سېلاب اوبو خوندې كولو لپاره كوټلې ماحول دوست نظام معرفي كول غواړو٬دا به په معاشرتي لحاظ د قبلولو وړ او لګښت به يې هم د لږ نه لږ وي۔ده دا خبرې د سېلاب اوبو ذخيره كولو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د موسمياتي بدلون وفاقي سېكتر شاه رخ نصرت٬ايډېشنل سېكتر خرم علي آغا٬د ځنګلات آئي جي٬د منصوبه بندۍ او اقتصادي چارو٬د خزانې وزارت او د ډبليو ډبليو اېف استازو هم ګډون وكړو۔پھ دې موقع د ځنګلاتو انسپكټر جنرل سيد محمود ناصر غونډه د سېلابي اوبو په اړه د رام سر مشن د وړاندېزونو نه خبر كړه۔ملك امين اسلم خان ووئيل پاكستان د اوبو د كمي مسئلې سره نه دې مخ٬له بده مرغه د انفراسټركچر د نشت والي او د مس منيجمنټ له امله زمونږ ډېرې اوبه اباسين درياب ته لاړې شي۔ ده ووئېل پاكستان هغه خوش قسمته هېواد دے چرته چې اوبه ذخيره كولو لپاره وېټ لينټډز موجود دے او د كارولو سره ډېرې اوبه ذخيره كېدې شي او د ضرورت په وخت كارېدې شي۔پھ دې موقع د ډبليو ډبليو اېف استازو د فلډ رسك منيجمنټ پروژې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔دوي وفاقي وزير ته ووئيل شول مونږ د 8 ځايونو ټاكنه كړی چرته چې د سېلاب اوبه محفوظ كېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل دا ښه پروژه ده خو د عملي كولو لپاره به فزېبلټي سټډي كول وي۔
متعلقہ مضامین
-
Eunuchs stage protest in front of police post in Rahim Yar Khan
-
Various vehicles stranded near Pak-Iran border in heavy rainfall
-
Assistant Director gets bail in power abuse case
-
Afridi urges UN to play role in resolving Kashmir dispute
-
Maryam continuously attacking freedom of press: Gill
-
Lord Nazir Ahmed accused of sexual offences
-
Punjab govt fires 180 doctors over absence from duties
-
Nomad Gallery, Bestway Cement join hands to promote artworks
-
3 months ‘important’ for PTI govt: Imran
-
Lahore registers 28 more cases of Omicron
-
In Karachi, four family members injured in a gas explosion
-
Documentary highlights President’s leading role on national, int’l issues