اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د تركيې خارجه وزير ميولټ شاوس اوولو د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې ليدلي دي ۔د تركيې خارجه وزير د اولس مشر طيب اردوان د اړخه د پاكستان نوي قيادت لپاره د مباركۍ پیغام سره راغلې۔د تركيه خارجه وزير ډاكټر عارف علوي له په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د تركيې اولس مشر او اولس د اړخه يې د پاكستان نوي ټاكل شوي حكومت ته د نيكو هيلو پیغام ورسولو۔هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه د ستراتېژېكي پارټنرشپ په اهميت زور راوړولو سره دې ته دا لا ودې وركولو هيله ولرله ۔هغه د خپل قيادت د ا ړخه د پاكستان نوي حكومت سره پھ ګډه د كار كولو خوښي ښكاره كړه او اولس مشر ډاكټر عارف علوي له يې د تركيې دورې بلنه وركړه۔ډاكټر عارف علوي رجب طيب اردوان له په ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په شريكو خيالاتو اډانه دي۔ده د دواړو هېوادونو د اولس په ګټھ د پاكستان او تركيې ترمينځه پھ خاص توګه د تجارت په څانګه كښې د نزدې اړيكو په اهميت زور راوړو۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان به ډېر زر پاكستان ته په دوره راشي ۔
متعلقہ مضامین
-
IRD Conference: Speakers call for promoting CPEC as a national project
-
Opposition’s tactics against govt failed : Hammad Azhar
-
Parliament approves bill regarding castration of rapists
-
Social Welfare Department to open another ‘Panahgah’ at Nishtar hospital
-
IPEMC to play vital role for tackling Covid impacts: Shafqat
-
Covid-19 national positivity ratio shows slight resurge
-
MoU next week for export of onion to China
-
Unsung heroes of Matiari-Lahore HVDC project boost friendship
-
Fawad stresses joints efforts to counter fake news, hate content
-
Senate clears journalists protection, NAB bills
-
SBP hikes interest rate by 150 basis points to 8.75%
-
Mangrove forests in danger of extinction