اسلام آباد 18ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د څو نسلونو راهسې په كراچۍ كښې مېشته د بنګله دیش كډوالو معامله د بشري حقونو مسئله ده٬ مونږ له به په دې اړه پريكړه كول وي ٬ دې لپاره به ټولو ډلو سره مشاورت كولې شي۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د اختر مینګل د اړخه د اعتراض په نكته وزیراعظم د كراچۍ دورې په موقع د بنګله دیش كډوالو له د شهریت وركولو په حقله د بیان معامله پورته كړې شوې وه د كوم په ځواب كښې چې وزیراعظم عمران خان ووئيل د 1951ء قانون له مخې پاكستان كښې زېږدليو ماشومانو ته د هېواد د شهریت حق ترلاسه دے۔ دا يوازې په پاكستان كښې نه بلكه د اروپا پشمول په ټولو هېوادونو كښې هم داسې قانون دے۔ ده ووئيل په عارضی توګه كډه كونكو كډوالو له جلا قانون دے او كوم چې د 50 كلونو راهسې كراچۍ كښې مېشته دي او د هغوي بچي هم دلته زېږدلي دي هغوي ته د پاكستان شهریت نه ترلاسه كېږي۔ د هغوي استحصال كېږي۔ ده ووئيل ما چې كومه خبره كړې وه هغه يوازې د كراچۍ لپاره وه۔ ده ووئيل نه مونږ هغوي له شهریت وركړې او نه هغوي بيرته ستنيدې شي۔ هغوي د پاكستان وګړي نه دي ځكه د هغوي استحصال كېږي ۔ ده ووئيل چرته چې عام پاكستانی ته په 20 زره نوكری وركړې كېږي هلته هغوي ته 10 زره روپۍ وركړې كېږي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د انسانیت د تقاضې په وجه دا وايو آيا هغوي انسانان نه دي۔ ده ووئيل كه مونږ د هغوي په اړه نن پريكړه ونه كړو نو كله به ئې كوو۔ ده ووئيل ماشومان چې دلته زېږدلې دي هغه چرته ته لاړ شي۔ وزیراعظم ووئيل د نړيوال كنونشن ترمخه كډوال په زبردستۍ د هغوي خپل هېوادونو ته نه شي ستنولې كيدې۔ افغان كډوال هېواد ته ستنولو له د ملګرو ملتونو هائی كمشنر سره په ګډه په رضاكارانه بنیادونو كار كوو۔ وزیراعظم ووئيل كومو كډوالو چې دلته وادونه كړي دي او دلته سيټل شوي دي٬ د هغوي په اړه به پريكړه كولې شي۔ دا د بشري حقونو مسئله ده۔ اروپا كښې هم داسې ستونزې شته۔ وزیراعظم ووئيل كراچۍ كښې د سټریټ كرائم په اړه د بریفنګ په مهال هم دا خبره رامخې ته شوې چې د شناختی كارډ نه لرلو په وجه چې كومو وګړو ته نوكرۍ نه ترلاسه كېږي٬ چا ته چې په تعلیمی ادارو كښې داخلې نه ترلاسه كېږي د هغې لويه وجه سټریټ كرائم دي۔ د دې ډول معاملاتو څخه سختې ستنزدې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل مونږ په دې اړه كومه حتمی پريكړه نه ده كړې۔ د پريكړې كولو څخه وړاندې به د ټولو ډلو سره مشاورت كولې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې به تجاویز هم وركولې شي
متعلقہ مضامین
-
Sindh objection over 2017 census baseless: Asad
-
Opposition decides to move court against bills passed by Parliament
-
Two held for posting weapon pictures on FB
-
Attempts being made to control electoral process
-
COVID-19 claims another like, 15 new infections in Rawalpindi
-
Fazl has no role in parliamentary politics: Farrukh
-
APHC deplores fresh coercion against Kashmiris
-
FOSPAH holds seminar on harassment at workplace
-
Foreign Secretary, UK representative discuss situation in Afghanistan
-
Two soldiers martyred in Balochistan attack
-
Technology plays vital role in improving education: Shafqat
-
ECP writes letter to govt, asks for funds regarding EVM procurement