اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) پاكستان د هندي عدالتونو د اړخه د مكه جومات بمي چاودنې او په سمجهوته ايكسپرېس د ترهه كرۍ بريد ماسټر مائنډ آسيم آنند پشمول د نورو ملزمانو په خوشې كولو د تحفظاتو څرګندونې سره وئېلي دي هند د خپل عدالتي نظام سره ټوقې كوي٬پاكستان د چا په وېنا د ترهه ګرۍ په ضد كاروائي نه كوي٬دا زمونږ د خپل هېواد په ګته كښې ده٬د هند د اړخه پرله پسې د ډزبندۍ خلاف ورزۍ د تشوېش وړ وګرځولي٬د افغان شخړی كوم پوځي هوارے نشته٬پاكستان د امريكې سره په بېل كچ رابطې لري٬د امريكې سفارتكار اېلس ويلز د خپلې دورې په موقع د پاكستان د اتومي او توغندي پروګرام محدود كولو نه وو وئېلې٬چين سره ګڼ اړخيزه اړيكې لرو٬د هندي وزيراعظم د چين دورې سره به په پاك چين اړيكو كوم آغېز نه پريوځي۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره ووئيل پاكستان د هندي عدالتونو د اړخه د مكه جومات بمي چاودنې او په سمجهوته ايكسپرېس ترهه كرۍ بريد ماسټر مائنډ آسيم آنند پشمول د نورو ملزمانو په خوشې كولو د تحفظاتو څرګندونې سره وئېلي دي هند د خپل عدالتي نظام سره ټوقې كوي۔وياند ووئيل د زيارت په ورځ هندي عسكرو د پدهرسېكټر په ذيلي سېكټرو او بنچرياں كښې توغندي توغولي او كلي يې په نښه كړي چې په نتيجه كښې يې دوه بې ګناه وګړي شهيدان او دوه ژوبل شوي دي۔وياند ووئيل پاك پوځ د هندي ډزو پھ زړه پورې ځواب وركړی۔وياند په هند زور راوړو چې د سيز فائر لوظ نامې پاسداري وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د امريكې سفارتكار اېلس ويلز د پاكستان دوره د پاك امريكې د پرله پسې رابطو يوه برخه وه ٬هغه پھ دوه اړخيزه اړيكو٬د افغان كډوالو٬د كشمير شخړی او د افغانستان څخه بريدونو پشمول پھ بېلو چارو خبرې اترې كړي۔وياند په ډاګه كړه چې د امريكې سفارتكار اېلس ويلز د خپلې دورې په موقع د پاكستان د اتومي او توغندي پروګرام محدود كولو نه وو وئېلې۔ده ووئيل د هندي وزيراعظم د چين دورې سره به د پاك چين اړيكو كوم آغېز نه پريوځي۔وياند ووئيل پاكستان د چا په وېنا د ترهه ګرۍ په ضد كاروائي نه كوي٬دا زمونږ د خپل هېواد په ګټھ كښې ده چې په نتيجه كښې يې د هېواد امنيتي وضعه ښه شوې۔د افغانستان په اړه وياند ووئيل د افغانستان شخړه پوځي طاقت سره هوارېدې نه شي٬ د افغانستان اولس او حكومت په قيادت كښې د سياسي خبرو اترو د لارې په افغانستان كښې امن راتللې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سېنېټ پيټرز برګ دوهم ګورنر په قيادت كښې د روس اعلٰی كاروباري پلاوې به د پاكستان دوره وكړي۔د شمالي كوريا په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل پاكستان شمالي كوريا كښې امن او استحكام غواړي۔
متعلقہ مضامین
-
PM Imran, Tajik president discuss Afghan situation
-
Imran ready to shake hands with Taliban, but not opposition
-
Tarin, Moonis among 700 Pakistanis as Pandora Papers reveal secret money, hidden fortunes
-
Pandora Papers: Shaukat Tarin tries to set the record straight
-
Soldier embraces martyrdom thwarting terrorists’ attack at Gharioum military post: ISPR
-
Pak-China institute at Gwadar symbol of 70 years of friendship
-
World must fully support Afghan people at this critical juncture
-
Tweets related to Khursheed Shah leaving PPP are false: Nayyar Bukhari
-
PM advances across the board accountability: Gill
-
Gwadar Eastbay Expressway completion likely by October end
-
NAB opposes acquittal pleas of co-accused in reference against Dar
-
Disgruntled BAP lawmakers decide to file no-trust motion against Jam