اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي باور وركړې چې د امريكائي اولس مشر سوئيلي آسيا پحقله په نوې پاليسۍ سېنېټ كښې كېدونكې بحث په پي ټي وي نېغ په نېغه د نه ښودلو به جاج اخستې شي۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سېنېټ كښې د بحث په مهال پي ټي وي ته امر وكړو چې د دواړو ايوانونو د كاروائيو لائيو كورېج وكړئ ٬ د دې خبرې به جاج اخلو چې په دې سپارښتنه عملدرآمد ولې ونه كړې شو۔ د غونډې په مهال د سېنېټ چيئرمېن تجويز وركړې ٶ چې بايد د غونډې موده زياته كړې شي دا ځكه جې د سېنېټ خارجه كمېټي په دې معامله سفارشات جوړوي ۔ د دې په ځواب وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل په دې معامله د پارلمان په ګډه غونډه هم رابللې كېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل د امريكائي اولس مشر لخوا سوئيلي اسيا او افغانستان لپاره د نوې پاليسۍ اعلان مهمه معامله ده ۔ ده ووئيل په دې مهمه معامله د كابينې غونډه او د نېشېل سيكورټي كمېټۍ غونډه كښې هم څلور ساعته خبرې شوې ۔دې څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وزيراعظم خبر كړو چې پي ټي وي په سېنېټ كښې د شوو خبرو اترو لائنو كورېج نه دې ښودلې
متعلقہ مضامین
-
SHCC Anti-Quackery Committee imposes Rs 0.8 million fine
-
Interior Ministry sends summary to PM for committee to revisit TLP ban
-
Registration of differently-abled crucial for their mainstream inclusion: Begum Alvi
-
Wheat procurement target may not be achieved
-
Pakistan fully overcomes locust attack
-
Govt to appeal against removal of Shahbaz’s name from blacklist
-
Over 16,000 frontliners affected by Covid-19 across country
-
Punjab CM chairs meeting to map out ADP priorities
-
Reversal of Indian sinister actions should be precondition for talks with New Delhi: AJK President
-
Palestinian FM praises Pakistan’s steadfast, unflinching support
-
Bilawal shares ‘fact-check’ with PM on Ehsaas Cash
-
Bilawal criticises Centre for ‘unfair’ distribution of water in country