اسلام آباد۔29مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او ايران شريكو ګټو لپاره بارټر تجارتي او اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اقتصادي همكارۍ ته د ودې وركولو پراخا ګنجائش شتون لري۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې د ايران سفير ډاكټر رضا امير سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې دوئي سره ملاقات وكړو۔ صدر مملکت د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده دواړو هېوادونو ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له په ګډه د كار په كولو زور راوړو۔ ايراني سفير صدر مملكت ته د منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل د ايران او پاكستان دواړو ترمينځه تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري خپلولۍ دي كومې چې وخت سره سره لا مضبوطيږي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه تجارتي حجم ٬ بېنكنګ همكارۍ او د فضائي او كاروباري تړون زياتولو په حاجت زور راوړو۔ سفير زياته كړه چې پاكستان چاہ بهار- زاهدان رېل روډ څخه وسطی ایشیا، اروپا او تركيه سره تجارت لپاره ګټه پورته كولې شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د صدر آصف علي زرداري په مشرۍ كښې به پاك ايران اړيكې لا پياوړې شي۔ ده د پاكستان صدر ته د ايراني صدر ډاكټر سيد ابراهيم لخوا د مباركۍ پېغام هم ورسولو۔
متعلقہ مضامین
-
APML rebuts reports of Pervez Musharraf’s death
-
With focus on CPEC, govt unveils Rs 2.27tr PSDP
-
Rs. 3.27mln scholarship distributed among 111 minority students
-
Teachers demand scale up-gradation
-
Silk Road Cultural Exchange Center vows to deepen cooperation with Pakistan
-
Opposition parties reject KP budget 2022-23, term figures unrealistic
-
Higher education budget raised by 20pc in fiscal budget 2022-23: Rana Tanvir
-
Budget delayed as ruckus mars PA session
-
PTI has reservations against new US envoy to Pakistan
-
No conspiracy against PTI regime
-
Most lawmakers favour Musharraf’s return
-
Committed to building SEZs in Balochistan, KP: Shehbaz