اسلام آباد۔27مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان تر ټولو لويے چيلنج د زر مبادله پنګې زياتول دي٬ فائیو ایز د معیشت ټولو څانګو كښې بهترۍ لپاره د بنيادي اډانې حيثيت لري٬ مونږ له به برآمداتو كښې زياتوالي له ټول وسائل وړاندې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې د فائيو ايز اسټيرنګ كمېټۍ غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ سېكتر اویس منظور سمرا، د وفاقی ادارو، وزارتونو او صوبائي حكومتونو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل فائیو ایز د معیشت په ټولو څانګو كښې بهتري راوستلو لپاره د بنيادي اډانې حېثيت لري۔ ده ووئيل زمونږ مجموعي محاصل 7000 اربه او د قرضونو او د قرض ادا كولو په سروسز ادائيګۍ لپاره 8000 اربه څخه زياتو روپو ته اړتيا ده۔ په پېښ چېلنج قابو موندلو له به د هېواد ټولو ادارو له هڅې كول ٬ د وسائل په فعاله توګه كارول او د ترجيحات درست تعين كول وي۔ ده ووئيل د پاكستان تر ټولو لويے چيلنج د زر مبادله پنګې زياتول دي٬ فائیو ایز د معیشت ټولو څانګو كښې بهترۍ لپاره د بنيادي اډانې حيثيت لري٬ مونږ له به برآمداتو كښې زياتوالي له ټول وسائل وړاندې كول وي۔ ده ووئيل د راروانو 8 كلونو په مهال به مونږ له د خپلو برآمداتو حجم 30 اربه ډالره څخه زياتولو سره 100 اربه ډالره ته رسول وي۔ ده ووئيل مونږ له به په سماجي څانګه كښې د مساوي پرمختګ موقعې رامخې ته كول وي۔ بې وزله وګړو ته د ښه زده كړو موقعې نه ترلاسه كيږي٬ زده كړې د پرمختګ پاسپورټ دے۔ ده ووئيل د روغتيا په څانګه كښې اصلاحات او رنځونو او موذي مرضونو څخه خلاصې ترلاسه كولو له به د صوبو په مرسته پرله پسې هڅې كول وي۔
متعلقہ مضامین
-
Putrefied female body found
-
‘Record growth’ witnessed during PTI’s tenure: Tarin
-
Number of cinema houses reduced to 135 in Pakistan
-
Hindu extremists’ derogatory remarks against Holy Prophet (PBUH) condemned
-
KMU approves budget for year 2022-23
-
President concerned over wildfire incidents
-
Dacoits allegedly rape woman
-
Sindh pre-budget cabinet meeting convened today
-
Administrator South distributes health cards to employees
-
‘King’ Babar Azam says his runs are worth gold if Pakistan wins World Cups
-
Team Pakistan makes history, brings home Gold, Silver & Bronze Medals
-
1.27b allocated for women development in budget 2022-23