ملګري ملتونه۔26 مارچ (اے پي پي) پاكستان غزه كښې د جنګ بندۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد نېك مرغه ګرځولو سره په دې خبره زور راوړے چې د يو اوږد انتظار نه پس په منظور شوي قرارداد عمل درامد كول غواړي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم تېره ورځ د سلامتي كونسل د قرارداد منظورۍ په اړه اے پي پي ته ووئېل مونږ د ملګرو ملتونو د چارټر ارټيكل 25 تر مخه د سلامتي كونسل په قرارداد د عمل درامد كولو غوښتنه كوو٬ د چارټر ارټيكل تر مخه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو 15 كسيز كونسل په پرېكړو عمل كولو ته متفق دے ۔پاكستاني استازي ووئېل په غزه كښې د اسرائيل وحشيانه كمپائن مخ نيوي لپاره دا وړومبے ګام پكار دے۔ پاكستان د جون 1967 نه وړاندې سرحدونو تر مخه يو خوندي ٬ د عمل وړ او د خپلواكه فلسطني رياست جوړولو لپاره به د يو جامع او تل پاتي حل لپاره په فعاله توګه كار كوي۔ د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي ۔۔
متعلقہ مضامین
-
‘Azadi March’: ATC grants interim bail to 13 PTI leaders
-
Fazlur Rehman holds talks with Chaudhry Shujaat
-
AIOU expands its educational network across the globe
-
Syria says runways unusable after Israel hits airport
-
PM approves new transit visa policy for Afghan citizens
-
Balochistan to produce 470 qualified doctors by 2026
-
Fiscal consolidation, relief to masses main targets in FY23: Miftah
-
Bilawal, OIC chief discuss rising Islamophobia in India
-
Ulema conference held on population issue
-
Experts push govt for quick work on achieving SDGs
-
Administrator South distributes health cards to employees
-
US Ambassador Blome rings starting bell at Pakistan Stock Exchange