لاهور 09 فروري (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ (ن) قائد محمد نواز شريف په انتخابات كښې بريا ترلاسه كوٶنكو ګوندونو ته په ګډه د حكومت جوړولو بلنه وركولو سره ووئيل چې مونږ د ټولو ګوندونو او د آزاد كانديدانو د مېنډېټ احترام كولو سره دوي ته هېواد د ستونزو نه رابهر كولو لپاره په ګډه د كار كولو بلنه وركوٶ٬ هېواد بيا بيا د ټاكنو متحمل كېدې نشي٬ دا يوازې د مسلم ليګ نون پاكستان نه دې بلكې زمونږ د ټولو پاكستان دې٬ استحكام لپاره لږ تر لږه لس كاله پكار دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پارټۍ په مركزي سيكرټريټ ماډل ټائون كښې كاركنانو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع شهباز شريف،مريم نواز،اسحاق ډار، عطا الله تارړ، مريم اورنګزيب او نور هم موجود وو۔ ماډل ټاٶن ته په راتګ د نواز شريف او مريم نواز تود هركلے وكړې شوې او د دوي په ګاډي د ګلونو پاڼې هم وشيندل شوې په دې موقع اتش بازي هم وكړې شوه۔ محمد نواز شريف ووئيل چې مونږ د ټولو ګوندونو او د آزاد كانديدانو د مېنډېټ احترام كولو سره دوي ته هېواد د ستونزو نه رابهر كولو لپاره په ګډه د كار كولو بلنه وركوٶ٬ هېواد بيا بيا د ټاكنو متحمل كېدې نشي٬ دا يوازې د مسلم ليګ نون پاكستان نه دې بلكې زمونږ د ټولو پاكستان دې٬ استحكام لپاره لږ تر لږه لس كاله پكار دي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Egypt enjoy cordial ties amid greater confidence: Khawaja
-
Independents lead local govt polls in Balochistan
-
No delegates from Pakistan visited Israel: FO
-
Minister for energy monitors NESPAK working
-
CM for early completion of projects
-
India pledges to address Pak concerns on hydropower projects
-
LHC orders ECP to decide reserved seats’ case by June 2
-
IHC grants protective bail to Gandapur
-
Imran lost senses after losing power: Tarar
-
Govt taking steps to improve performance of Pakistan Railways, Senate informed
-
IHC grants bails to Asad Qaiser, Hammad Azhar
-
Govt to file treason case against Imran Khan over ‘Azadi March’