اسلام آباد۔05دسمبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئېلي دي چې پاكستان عراق سره د اوږدې مودې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي كومې چې په اسلامي ورورولۍ ٬ كلتور او دوه اړخيزه احترام اډانه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د عراق سفير حامد عباس لفته سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې چارو پشمول په فلسطين كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د پاكستان او عراق ترمينځه اړيكې په شريك مذهب٬ ورورولۍ ٬ كلتور او دوه اړخيزه احترام اډانه دي او مونږ يو ډول اقدار لرؤ۔ پاكستان عراق سره د اوږدې مودې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په اړه هم تفصيلي خبرې وشوې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې عراقې اولس يو مېړنے قام دے كوم چې ثابت قدمۍ سره په خپلو مسئلو قابو موندلې۔عراقي سفير حامد عباس لفته ووئيل زمونږ هېواد پاكستان سره د ملګرتيا خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ۔ ده ووئيل اقتصادي او تجارتي رابطو ته به لا وده وركول وي۔ ده په عراق كښې د كار كونكې پاكستاني وګړو خذمات وستائل او هغوي ته يۍ د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو باور وركړو۔د عراق سفير د اسلامي نړۍ يو والي لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د سېنېټ سېكرټري محمد قاسم صمد خان هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
د سعودي عرب دوهم خارجه وزير عادل الجبېر پاکستان ته راورسېد
-
د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو كېس اورېدنه (نن) هېګ كښې كېږيد هندي جاسوس كلبهوشن ياديو كېس اورېدنه (نن) هېګ كښې كېږي
-
د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د دولتِ مْشترکه ایسوسی ایشن برتانيې پلاوي سره خبرې اترې
-
خزانې وفاقی وزیر اسد عمر د اے سی سی اے پاکستان د سيورې لاندې دستورې ته خطاب او میډیا سره خبرې
-
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د مني لانډرنګ مخنيوي لپاره د كړو هڅو پیشرفت په اړه غونډه
-
تر آخري ساه او ګولۍ به د هېواد ساتنه كوو٬د جنګ خوښي نه لرو خو كوم جارحيت به حېرانتيا اونه ګڼو٬بلكې سرپرائز به وركړو٬هند عمر له د پاكستان په ضد سازشونه او ترهه ګري كړې٬هيله لرو چې د پاكستان د اړخه به تاسو ته پېغام درسېدلې وي
-
وزیر اعظم عمران خان د ګرد هېواد د هائیکورټ بار اېسوسی اېشنز نوې ټاكالې شويو عهدېدارانو ته مباركي وركړه
-
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پولينډ خارجه وزير ياسك چاپوويچ سره ټېليفوني تماس
-
پاكستان ټول عمري افغانستان كښې امن غوښتلې۔ افغان مفاهمتي عمل يواځې د پاكستان نه بلكې د ټولو همكارانو د ګډې ذمه واري ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي
-
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د امريكې خپل هم څنګ مائيك پومپيو سره ټېلفوني تماس
-
دا څنګه بم ؤ كوم چې هند اوغورزولو او څوك خبر هم نشوو
-
برتانيه دې د پاك هند تاو تريخوالي كمولو له كردار ولوبوي