اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي)د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)اسسټنټ سېكرټري جنرل(سياسي)او جمو كشمير لپاره خاص استازي يوسف الدوبے د پاكستان په سركاري دوره راغلے۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل تېره ورځ هغه د خارجه سېكرټري محمد سائرس سجاد قاضي سره ملاقات كړے او د ايډېشنل خارجه سېكرټري(يو اين او )سفير سيد حېدر شاه سره ئې تفصيلي خبرې اترې كړي۔ده د خارجه چارو د سېنېټ قائمه كمېټۍ سره هم ملاقات كړے۔وياندې ووئيل خاص استازي يوسف الدوبے نن د پاكستان وزيراعظم او خارجه وزير سره ملاقات كوي٬هغه به د آزاد جمو كشمير هم دوره كوي۔دې ووئيل دا دوره د مارچ 2022 ايكشن پلان له مخې ده كومه چې او آئي سي رابطه ډلې د جمو كشمير په اړه خاص ايلچي ته د زمكېز صورتحال په اړه معلومات ترلاسه كولو لپاره د منطقې كلنو دورو په اهتمام كولو مينډېټ وركړے ؤ دغسې چې هغوي د خارجه وزيرانو كونسل ته خپل مشاهدات او راپور وړاندې كړي
متعلقہ مضامین
-
Engro Energy hosts the Pakistan Energy Symposium
-
Money laundering: court issues notice to Shehbaz
-
Eight dead, 1,195 injured in Punjab road accidents
-
Remembering the legacy of Zulfiqar Ali Bhutto
-
4,000 cops deployed for Ramazan security plan in Peshawar
-
IHC adjourns case against Rana Shamim till April 26
-
Money laundering case: Court summons Shehbaz, Hamza for indictment on Apr 11
-
US denies any involvement in regime change in Pakistan
-
Ahsan Iqbal moves IHC to quash reference against him
-
Curriculum in government schools will change annually: Murad Raas
-
We received threatening call before letter, says Shah Mehmood
-
Indian troops martyr two youths in Pulwama