اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ته د پاكستان آډيټر جنرل محمد اجمل ګوندل د مالي كال23-2022 رپورټ وړاندې كړې۔ په دې موقع صدر مملکت د آډټ عمل لا موثره كولو لپاره د عصري انفارمېشن ټېكنالوجۍ د كارولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل چې د آډټ عمل بهترۍ سره به په هېواد كښې ګورننس بهتر او سپېځلې كېدو سره سره د احتساب عمل ته وده ترلاسه شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د پاكستان آډيټر جنرل د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملكت ته د كال 23-2022 رپورټ وړاندې كړو۔ صدر مملكت ووئيل چې په هېواد كښې د مالي نظم و ضبط په ځائ ساتلو كښې د پاكستان آډيټر جنرل ادارې كردار د ستائنې وړ دے٬ ده په دې خبره زور رواړو چې آډيټر جنرل دې په هېواد كښې د آډټ نظام لا پياوړې كولو لپاره اقدامات وكړي۔ ده ووئيل چې آډيټر جنرل دې اداره لا موثره كولو لپاره د دې د هدفونو تعين وكړي۔ آډيټر جنرل دې د ګډ ګورننس په وده كښې حكومت سره بشپړه مرسته وكړي۔ صدر مملکت ووئيل ښه داخلي كنټرول، ټېکنالوجۍ، آټو مېشن او د نړيوال معيار له مخې د آډټ طريقو خپلولو ته اړتيا ده۔
متعلقہ مضامین
-
Sh Rashid, Fawad Ch will vote against PM: PPP
-
Opposition’s move of no-confidence to fail badly: Asad Umer
-
PM wishes ‘happy Holi’ to Hindu community
-
At Geneva-based UN panel, Pakistan’s calls ‘reckless’ India’s missile firing into Pakistani territory
-
Hazrat Saddaruddin Shah’s Urs begins near Rohri
-
PM wants public to attend March 27 gathering, stand for soul of Pakistan
-
Religious scholars should host Ramazan transmission to avert controversies: Noor Qadri
-
One devotee dies, 95 sustain injuries as bus overturns
-
Govt submits reference for interpretation of Article 63(A) in SC
-
Afghan, Gwadar Chambers explore “Gwadar trade activities”
-
Two trucks of relief goods handed over to Afghan authorities at Torkham
-
Flight from New Delhi makes emergency landing at Karachi airport