دبئۍ 30 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د لاس اېنډ ډيميج فنډ په سمدستي توګه د فعاله كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي بايد د موسمياتي بدلون پحقله شتمند او پرمختللي هېوادونه د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي، متحدہ عرب امارات، سعودي عرب او خليجي او لويديز هېوادونه د موسمياتي بدلون اثرات كمولو لپاره په پاكستان كښې د متبادل توان په منصوبو كښې سرمايه كاري كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كوپ۔28 غونډې په مهال د امريكې ټي وي چېنل سره په مركه كښې كړې۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون ذمه وار نه دے خو د موسمياتي بدلون له امله پاكستان كښې د سېلاب په سبب سندھ او بلوچستان صوبې ځپلې شوې دي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له په باور وركولو كښې كامياب شوې يو چې لاس اينډ ډيميج فنډ پرمختيائي فنډز او د لويو مالياتي ادارو د قرضو نه جلا پكار دے او دا سرمايه كاري په مېرټ او انصاف پكار ده او دا شراكتداري په حقيقي معنو كول پكار ده ۔ وزيراعظم ووئيل ټولو ته معلومه ده چې په تېره پېړۍ كښې د ماحولياتي بدلون د اثرات ذمه وار څوك دے٬ په هېوادونو او معيشتونو د پرېكړې تپلو په ځاے ايمانداره مباحثه مهمه ده٬ شتمندو هېوادونو له خپله د ذمه وارۍ څرګندونه پكار ده ۔ده ووئيل د لاس اينډ ډيميج فنډ پحقله د ملګرو ملتونو په فرېم ورك ډېر موده لګېدې شي خو د لويو نړيوالو مالياتي ادارو د لارې دا فعاله كېدے شي، وزيراعظم ووئېل مونږ په سكرو چلېدونكې منصوبې د تجديد وړ توان په منصوبو د بدلولو لائحه وضع كړې، د ماحولياتي بدلون پحقله په داسې خاص منصوبو كښې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده، خليجي هېوادونه متحدہ عرب امارات، سعودي عرب او د کوېت پشمول لويديز هېوادونه په دې كښې سرمايه كاري كولې شي دا زمونږ او دوي لپاره يو غوره موقع ده۔
متعلقہ مضامین
-
Indian troops continuously killing innocent people in IIOJK
-
Govt taking measures to tackle climate challenges: minister
-
Covid-19 claims two more lives, infects 280
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
675 Kashmiri women killed this year, 23,000 widowed since 1989: Mushaal
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
Sheikh Rasheed retracts ‘blackmail’ statement against PML-Q
-
Shabbir Shah condemns ongoing killing spree in IIOJK
-
Morality-based world order crucial to avert wars: President
-
India’s ‘accidental’ missile fire into Pakistan raises questions, concerns: Global Times
-
World silence on Indian atrocities against Muslims a crime: Sarwar
-
Financially empowered women vital for family support: Samina