اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) الیكشن كمېشن پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې ټولټاكنو لپاره د پولنګ نيټي اعلان په اړه د دواړه صوبو ګورنرانو ته خطونه لېږلي دي، پنجاب اسمبلۍ د ټاكنو نيټه د 9 نه تر 13 اپریل دغسې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاكنو لپاره 15 نه تر 17 اپریل په مهال دې مقرر كړې شي۔ الیكشن كمېشن د اړخه د شورو په ورځ د پنجاب ګورنر پرنسپل سیكرټری په نامه ليكلې شوي خط كښې وئيلي چې د آئین ترمخه كومي هم اسمبلۍ تحلیل كيدو سره په 90 ورځو كښې د ټولټاكنو كول آئینی تقاضه ده۔ پنجاب اسمبلي په 14 جنوري 2023 تحليل شوي د كومي ټاكني چې تر 13 اپریل كول لازم دي۔ پنجاب كښې د ټولټاكنو لپاره د پولنګ نيټه 9 اپریل نه تر 13 اپریل دې مقرر كړې شي۔دغسې الیكشن كمېشن د اړخه د خبېر پښتونخوا ګورنر پرنسپل سیكرټری په نامه ليكلې شوي خط كښې وئيلي شوې چې خېبر پښتونخوا اسمبلي په 18 جنوري 2023 تحليل شوي د كومي ټاكني چې په 90 ورځو كښې تر 17 اپریل كول لازم دي۔دې څخه وړاندي ټاكني كول آئینی تقاضه ده۔دې لپاره د خېبر پښتونخوا ګورنر ته استدعا كوو چې 15 نه تر 17 اپریل په مهال په صوبه كښې د ټولټاكنو نيټه مقرر كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Leader of TLP Saad Hussain Rizvi released from Jail
-
Pearson kicks off English proficiency initiative in Pakistan
-
Year’s biggest robbery in Lahore
-
Smoke Emitting Vehicles culprits for 45% pollution in Lahore: LHC
-
PM directs to accelerate clean air policy
-
Demolition of Nasla Tower starts
-
Pakistani furniture has great potential in Chinese market
-
SC orders demolition of Karachi’s Nasla Tower, seeks report by afternoon
-
Court reserves decision on plea seeking provision of CCTV footage
-
Ex-CJP’s leaked audio clip a ‘drama’: Imran
-
Zaidi offers to take Karachi Zoo under Maritime ports foundations
-
President upholds Mohtasib’s decision ordering credit of lost amount to fraud victim