اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې موجوده حكومت په قبائيلي ضلعو كښې امن٬ پرمختګ او د سوكالۍ عزم لري، وزيراعظم د پخوانې فاټا ضلعو كښې د صنعت كارۍ په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو امر كړے۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پخوانې فاټا سيمو د انډسټريز استازو غونډې ته كړي ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران پروېز خټك، مخدوم خسرو بختيار، صلاحكار عبدالرزاق دائود، خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود، د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد هم ګډون كولو۔ د خزانې وزير ګډون كوٶنكو ته ووئيل پخوانو قبائيلي ضلعو كښې امن٬ پرمختګ او سوكالي ګرد هېواد لپاره ضروري ده۔ ده ووئيل صنعتونه د هرې سيمې پرمختګ كښې مركزي كردار لوبوي او وزيراعظم په پخوانو قبائيلي ضلعو كښې د صنعتونو جوړولو په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو له واضح امر كړے ٬ د وزيراعظم هدايات له مخې په غونډه كښې د ټولو اړوندو وزارتونو او څانګو نمائندګان موجود وو۔ د خزانې وزير ووئيل فاټا كښې صنعتونه جوړولو په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره به زه د صنعت نمائندګانو سره په باضابطه او په باقاعده بنيادونو ملاقات كوم۔ د خزانې وزير د اېف بي آر چيئرمېن پشمول ټولو اړوندو څانګو او وزارتونو ته په پخوانۍ فاټا كښې صنعت كارۍ كښې د رامخې ته شوو خنډانو لرې كولو او په دې لړ كښې په راتلونكې غونډه كښې د راپور وړاندې كولو امر وكړو٬ په دې موقع د پخوانۍ فاتا انډسټريز نمائندګانو د رامخې ته شوو خنډانو خاتمې لپاره په امر او لارښوونه كولو د خزانې د وزير مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Chairman NAB review overall performance of NAB
-
PM directives, ZTBL reaches out to farmers, assures speedy services
-
National Covid positivity climbs to 5.38%; 2,366 patients critical
-
NAB files reference against Saleem Mandviwala in plots allotment case
-
Islamabad, Baku agree to enhance trade, promote road link
-
Senate elections: SC asks govt to clarify law on voting procedure
-
Long and rich cultural relation ties with Pakistan: Romanian Ambassador
-
AJK president foresees next phase of Indian aggression in Kashmir
-
Shafqat for digitising exam board data to facilitate students
-
MoHR provided legal advice to 4,222 victims during 2020
-
ECP suspends 154 lawmakers over failure to submit asset details
-
PPP, PML-N should submit details of donors in foreign funding case: Fawad