اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د مدينې رياست د قانون په سرلوړۍ او د انسانيت خېرښګړې په بنياد جوړ شوے، مسلمانانو چې كله هم په دې اصولو عمل كړے كامياب شوي، كومو هېوادونو چې په دې اصولو عمل كړے ترقي ئې كړې، كوم قامونه چې د قانون په سرلوړۍ عمل نه كوي تباه شي، اميد لرم چې اسلامي هېوادونه به د مدېنې رياست په بنيادي اصولو عمل كولو سره خپل د لاسه وركړے مقام ترلاسه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حضرت محمدﷺ په سيرت مبارک كښې د تهذيبي اقدارو په سرخط نړيوال كنفرنس ته ورچوئل وېنا كښې وكړه۔ د نړيوال كنفرنس تابيا رباط اسلامك ورلډ اېجوکيشنل، سائنټيفك اينډ کلچرل آرگنائزېشن كړے۔ وزيراعظم ووېيل حضرت محمد ﷺ د مدينې رياست په بنياد د نړۍ عظيم ترين تهذيب جوړ كړے د كوم چې دوه اصول د قانون سرلوړي او فلاحي رياست وٶ، زمونږ پيغمبرﷺ فرمائيلي كه زما لور هم جرم وكړي نو سزا سره به مخ كېږي، دوېم ئې فرمائيلي چې تاسو نه وړاندې يو شمېر قامونه ځكه تباه شوي وٶ چې هغوي طاقتور او كمزور له جلا قوانين جوړ كړې وو۔ وزيراعظم ووئيل په كومو قامونو كښې چې د قانون حكمراني نه وي هلته د ځنګل قانون وي نو ھغوي زر يا ورستو تباه شي او عظيم قامونه د انصاف په اصولو عمل كوي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ پيغمبرﷺ د انسانيت په تاريخ كښې فلاحي رياست جوړ كړے او په وړومبي ځل رياست د بې وسو٬ يتيمانانو٬ كنډو رنډو او د بې وسه طبقې ذمه واري قبوله كړې۔ده ووئېل د پنشن نظام هم زمونږ دوېم خليفه حضرت عمر (رض( په دور كښې پېل شوے ٶ او رياست د سپين ږيرو د مرستې ذمه واري اخستې٬ ھغه يو مثالي رياست ٶ٬ وړومبے په دې رياست كښې د كمزورې طبقې خيال ساتلے شوے او نور طاقتور ئې د قانون تابع كړي، نن هم په دې عظيم اصولو عمل كوٶنكي ټولنې سوكاله دي او داسې ټولنې چې د قانون حكمراني پكښې نه وي او د كمزور طبقو خيال نه ساتي ھغوي د تاريخ برخه جوړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د نړۍ رامخې ته شوے قوت چين په 30 كالو كښې 70 كروړه نه زيات خلق د غربت نه رابهر كړي او په وزارتي كچه 400 عهدېدار ئې په بدعنوانۍ كښې زندان ته اچولي ۔ وزيراعظم ووئيل كه مونږ په تاريخ نظر واچوٶ نو په انساني تاريخ كښې د دولس كالو په لږه موده كښې د روم او فارس سلطنت ھغه عظيم انقلاب ختم كړي ځكه چې د مدينې په رياست كښې په مېرټ عملدرامد كېدو او د بې وسه طبقو د حقونو تحفظ كېدلو۔ ده ووئيل د قانون حكمراني او د فلاحي رياست ځالانده اصول د عظيم تهذيب او په رياست جوړولو كښې فرق واضح كوي۔ ده ووئيل زه اميد لرم چې اسلامي هېوادونه به د مدينې په دغه دوه بنيادي اصول عمل كولو سره خپل د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كړي،د نيمې وچې عظيم شاعر علامه اقبال هم وئيلي وٶ چې ملسمانانو چې كله هم په دې اصولو عمل كړے بريالي شوي۔
متعلقہ مضامین
-
Kalash people: culture, health and society
-
Shibli asks int’l community to take notice of India’s terror campaign in Pakistan
-
APC, Political Parties demanded ending action against re-assembled vehicles
-
PM warns of befitting response to any false-flag operation by India
-
Pakistan approaches UN for probe into LoC attack
-
Arrangements for Christmas celebrations reviewed
-
COAS, Chinese envoy discuss defence ties, regional security
-
Shehryar Afridi urges Kashmiri social media activists to expose real face of Facist Hindutva regime of India
-
Always striving to contribute to the country’s good, says VC Punjab University
-
Court freezes assets of family of Shehbaz Sharif
-
Kashmiris have foiled Indian propaganda about DDC polls: Afridi
-
LB polls in IIOJK attempt to validate Indian illegal actions: Masood Khan