كاكول 10 اپريل (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال نديم رضا وئيلي دي چې قوم د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد يو موټې دے، بايد نړۍ د پاكستان د دائمي امن د هڅو اعتراف او په غېر قانوني مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي. ده دا خبرې په پي اېم كاكول كښې پاسنګ آٶټ پرېډ ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د آئي اېس پي آر له مخې په پاكستان ملټري اكېډمۍ ﴿پي اېم اے﴾ كاكول كښې د 143م لانګ كورس، د 62 انټيګرېټډ كورس، د 11 مجاهد كورس، د 17م لېډي كېډټس كورس او د بنيادي پوځي تربييې د كېډټ پاسنګ آٶټ پرېډ وشو. په دې پاسنګ آٶټ پرېډ كښې د سري لنكا، عراق، مالديپ او نيپال كېډټ هم شامل و. د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال نديم رضا په دې موقع خاص مېلمه و. د آئي اېس پي آر له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال نديم رضا د پرېډ جاج واخستو او ځانګړې پوزيشن ترلاسه كوونكو كېډټس ته ئې ايوارډونه وركړل. په دې موقع د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال نديم رضا ووئيل چې قوم د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد يو موټې دے، بايد نړۍ د پاكستان د دائمي امن د هڅو اعتراف او په غېر قانوني مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي. د دې څخه وړاندې كاكول ته په رسېدو د پي اېم اے كمانډنټ مېجر جنرال عمر احمد بخاري د خاص مېلمه هركلې وكړو.
متعلقہ مضامین
-
The World of Physics
-
Alarm in SC as Covid-affected lawyer attends proceedings
-
No change in Pakistan’s position on Israel: FO
-
81 Pakistanis named in top 2% scientists across the globe
-
SC seeks details of Billion Tree Tsunami project from PTI
-
Study on impact of Thar coal projects launched
-
China, Turkey & Israel
-
IG Punjab chairs a meeting on professional issues of Police National Volunteers
-
FM for promoting int’l diplomacy to resolve conflicts
-
75 more die of Covid-19 in 24 hours: NCOC
-
WAPDA faces staff shortage in Hazara
-
Medical waste being disposed of unsafely; SEPA negligence