اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي اولس له به د كورونو وركولو وعده پوره كولې شي٬تعميراتي څانګې له د وركړي پیكج او مراعاتو اثرات رامخې ته كېدل پېل شوي٬معاشي هلې ځلې ګړندۍ شوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د نيا پاكستان هاؤسنګ سېكيم فراش تاؤن د اپارټمنس د بنياد تيګه اېښودلو دستور ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع داخله وزير شېخ رشيد احمد٬سي ډي اے٬اېف ډبليو او د نيا پاكستان هاؤسنګ اسكيم چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل زه په دې ډېر خوشحاله شوے يم چې د كومې پروژې مونږ د دومرې مودې څخه هڅې كولې په هغې كار پېل شو۔وزيراعظم ووئيل مونږ د مارګېج فنانسنګ لپاره بېنكونو سره خبرې كړي٬انفراسټركچر جوړ كړے شوے دغسې چې عام وګړي له د كور جوړولو لپاره په اسانه قرش وركړے شي او غريب كس هم د خپل كور مالك شي٬اوس هاؤسنګ سكيمونه او بېنكونه هم د قرض وركولو لپاره چمتو شوي٬په فراش تاؤن كښې به په دوه كاله كښې دننه خلقو له فليټس وركړے شي۔په دې پروژه اېف ډبليو او نيا پاكستان هاؤسنګ له مباركي وركوم۔وزيراعظم ووئيل بېنك عام كس له د كور جوړولو لپاره قرض نه وركولو٬اوس هم د بېنكونو د عملې لخوا ځينې خنډان راپېدا كېږي كوم به چې لرې كړے شي۔سي ډي اے ته مباركي وركوم چا چې د نيا پاكستان هاؤسنګ لپاره ډېر كار كړے۔ ده ووئېل مونږ په سي ډي اے كښې ون ونډو آپرېشن او آټو مېشن پلو روان يو٬خلق د اجازت نامو لپاره ډېرو ستونزو سره مخ كېږي٬د آټو مېشن او ون ونډو آپرېشن سره به د هغوي ستونزې كمې شي۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې څنګه اېف ډبليو او په رېكارډ موده كښې د كرتارپور لارې پروژه ترسره كړې هم داسې به د نيا پاكستان هاؤسنګ دا پروژه هم په رېكارډ موده كښې ترسره كړې شي۔وزيراعظم ووئيل د نيا پاكستان هاؤسنګ له مخې د دې پروژې د لارې به اول دوه زره فليټونه هغه طبقې ته وركولې شي كومه چې د خپل كور جوړولو سوچ هم نشي كولې او دوي يوازې د خپل كور خوب ليدلې شو۔د دې سكيم د لارې چې كومه پيسه دوي د كرايه په مد كښې وركوله٬هغه پيسه به د بېنكونو د قرض په صورت وركولو سره دوي د خپل كور مالكان شي۔دا پروژه عام مزدور٬مېكنيك او د ويلډر غوندې خواري كښې طبقې لپاره ده كومې چې د خپل كور پيسې نه لرلې ۔ ده ووئېل ٬مونږ به كروندګرو لپاره هم د استوګنې پروژې پېل كوو۔وزيراعظم ووئيل حكومت د كم آمدن طبقې له كور وركولو لپاره د درې لكه روپو سبسډي وركوي٬ سي ډي اے 600 كورونه د كچه آبادۍ خلقو ته وركو٬په غېر قانوني كچه آبادۍ كښې نه د سيورېج نظام شته نه د څښلو پاكې اوبه٬مونږ به كچه آبادۍ بدلوو او دوي ته به مالكانه حقونه وركوو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په قرضونو كښې ډوب دے۔هر كال د قرضونو قسطونه زياتېږي٬په تېر وخت كښې د هېواد د معيشت سمولو په ځاے داسې قرضونه اخستلے شوي چې ورسره د دولت اضافې په ځاے قرضونه زيات شوي۔ ده ووئېل مونږ به هېواد كښې د دولت پېداوار زياتولو ته پام لرنه كوو چې دغسې د قرضونو قسطونه بېرته وركړے شوو ۔ده ووئيل د كورونو څانګې پرمختګ سره به د 30 نه زيات صنعتونه پرمختګ وكړي۔د تعميرات څانګې ته زمونږ د وركړې شوي پېكج نتيجې رامخې ته كېږي٬په هېواد كښې تېره مياشت رېكارډ سمټ خرڅ شوي او اېف بي آر تېره مياشت تر ټولو زيات ټېكس راټول كړے ٬دا د هېواد د معاشي چارو وده ښائې ۔ ده ووئېل (ن)ليګ په دوه نيمو كلونو كښې 20 زره اربه د قرض قسطونه او د سود په مد كښې وركړي او مونږ په دوه نيمو كلونو كښې 71 زره اربه روپۍ د قرض بېرته ستنې كړي٬كه مونږ ته دا پيسې وركول نه وې راپغاړه نو دا به مو د تعليم٬روغتيا او د بنيادي ودانۍ په پرمختګ لګولې وې او پرمختګ به شوے ؤ ۔په لاهور كښې د راوي اربن پروژې او د سنټرل بزنس ډسټركټ پشان او په سندھ كښې د اربونو كهربونو روپو د غېر ملكي سرمايه كارۍ پروژې وړاندې كوو۔دې سره به هېواد ته ډالر راشي٬په پاكستان كښې دوه لويې بندونه جوړېږي او دې سره به نه يوازې زرعي پېداوار زيات شي بلكې ارزانه برېښنا به هم ترلاسه كړې شي۔۔وزيراعظم ووئيل حكومت چين سره په ګډه د رېلوے نوې اېم اېل ون پروژه راوړې۔دې سره به د كراچۍ او لاهور ترمينځه سفر يوازې 8 ساعته پاتې شي٬فرېټ او كارګو سروس به ښه شي او كاروبار به آسان شي۔دا ټرين به د پېښور نه وړاندې ازبكستان او مينځنۍ آسيا ته ځي او افغانستان سره هم په دې لړ كښې خبرې كوو۔وزيراعظم ووئيل د معاشي چارو د ودې صورتحال دا دے چې د ټېكسټائل صنعت ته په دې وخت كښې افرادي قوت نه تر لاسه كېږي او حام مال كم شوے۔ده هيله څرګنده كړه چې دا پروژې به په رېكارډ موده كښې ترسره شي چې دغسې حكومت اولس سره د خپل كور كړے لوظ زر تر سره كړے شي
متعلقہ مضامین
-
Escaping from Guantanamo Bay
-
Alarm in SC as Covid-affected lawyer attends proceedings
-
At UN, Pakistan call for end of all unilateral sanctions
-
Pakistan elected President of the International Development Law Organization
-
Top court issues contempt notice to Sindh CM in KCR case
-
CDA kick-starts development work in Park Enclave 2 and 3
-
Gwadar’s first golf course opens at China Pak Golf Estates
-
UMT ranked among top 501-550 universities in QS Asia University Rankings 2021
-
ATC acquits 4 MQM leaders in hate speech case
-
SC seeks details of Billion Tree Tsunami project from PTI
-
The Covid ‘longhaulers’ behind a global patient movement
-
Nawaz proclamation: FO submits certified papers in IHC