اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د طارق جاوېد په مشرۍ كښې د امريكې ډيموكريټس ګوند 8 كسيزه پږاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔د امريكې پلاوي محمد صادق سنجراني ته يو ځل بيا د سېنېټ چيئرمېن په ټاكلے كېدو مباركي وركړه۔د امريكې پلاوي د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي ته هم د ډپټي چيئرمېن په ټاكلے كېدو مباركي وركړې۔د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه به شريكې اړيكې لا مستحكمولې شي۔د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل په پاكستان كښې د جمهوريت ودې لپاره ګامونه پورته كړې شوي او د ملګرو ملتونو تر سېورې لاندې د ترهه ګرۍ خاتمې او امن لپاره پاكستان مهم كردار ترسره كړے ۔د ملاقات په مهال د امريكې پلاوي ووئيل په پاكستان كښې جمهوريت وده كوي كوم څخه به چې نه يوازې مسئلې حل شي بلكې هېواد به د خوشحالۍ پلو روان شي۔پلاوي د پاكستان په مشرتابه د باور څرګندونه كولو سره وئېلي دي پاكستان د امن په اړه چې كوم ګامونه پورته كړي هغه د ستائنې وړ دي۔د امريكې پلاوي ووئيل د پاكستان او امريكې اړيكې د وخت سره سره لا قوي كېږي او د امريكې نوې مشرتابه د پاكستان سره دوه اړخيزه اريكو لا مربوطول غواړي۔ده ووئيل جوبائيډن د امريكې انتظامې سره د ښو اړيكو خوښي لري۔د پارليمنټ هاؤس دوره كوونكو د امريكې پلاوي د امريكې سېنېټرز جذبه او د خېرسګالۍ پېغام د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او ډپټي چيئرمېن ته ورسولو۔پلاوي د سېنېټ چيئرمېن خبر كړو چې په امريكا كښې بې شمېره پاكستاني وظيفه ترسره كوي او په امريكا كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلې په ښه ډول حل كېږي۔پلاوي د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي ته د امريكې دورې كولو بلنه وركړه كومه چې د سېنېټ چيئرمېن قبوله كړه
متعلقہ مضامین
-
Iranian FM in Pakistan to discuss security, trade relations
-
CCP issues show cause notices to PSMA, 84 mills over cartelisation
-
ISI, Rangers officials involved in ‘Karachi incident’ removed
-
Pakistan on way to end elitism in education, health sectors: President
-
ADHD patients are likely to be victims of cyber bullying
-
State Bank of Pakistan bans Zee5 payments
-
Raisani the richest BA member with Rs 21bn assets
-
PPPP arrange worker convention, leaders urged workers to participate in PDM gathering
-
Main runway of Lahore airport closed for a year
-
PR to partially resume KCR operation from Thursday
-
SHC orders NAB to complete asset inquiry against former minister
-
Keeping a keen eye on your health