اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د خوراك تحفظ وزارت ته هدايت كړے چې د سباؤن ضروريات په اړه دې د غنمو او چينو غوندې د بنيادي ضرورت څيزونو د تخمينې كار زر ترسره كړے شي۔ده دا هدايت د شورو په ورځ په هېواد كښې د بنيادي ضروري څيزونو د شتون او د بيعې جاج اخستنې په اړه اوونيزې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې اړوند وفاقي او صوبائي وزيرانو سېكترانو٬چيف سېكرټريز او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د خزانې وزير غونډه د كنزيومر پرائس اينډ ډېكس په اړه خبره كړه۔غونډې ته د حكومت لخوا د سركاري غنمو د جاري كولو صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې په بېلا بېلو ضلعو كښې د بيعو د فرق په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې پريكړه وكړی شوه چې د پاكستان تحريك انصاف په دوه صوبائي حكومتونو كښې به د ماركيټونو اوسنۍ كمېټۍ په سمدستي توګه ختمولې شي او تر كمېټو جوړېدو به ضلعي او تحصيل انتظاميې ته دا ذمه واري سپارلې شي۔په غونډه كښې د چينې بيعې په قابو كښې ساتلو او د شوګر انكوائري رپورټ په رڼا كښې په بېلا بېلو اقداماتو هم تفصيلي غور وكړے شو۔وزيراعظم غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل بنيادي څيزونه په مناسبه بيعه باوري كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔وزيراعظم د يوټېلټي سټور انتظاميې ته هدايت وكړو چې په ټولو سټورونو د ضرورت څيزونه باوري كړئ۔وزيراعظم ټولو چيف سېكترانو ته هدايت وكړو چې په پرائس لسټ عمل باوري كړئ او په دې لړ كښې دې انتظاميه فعاله كردار باوري كړي۔ده حكم وكړو چې د غفلت كوونكو چارواكو په ضد دې سمدستي كاروائي وكړی شي
متعلقہ مضامین
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
PM hopes Afghan leadership to work together for peace
-
PM’s UNGA speech ranked top in viewership of UN’s YouTube channel
-
IHC fixes Kulbhushan Jadhav case hearing for Oct 6
-
China’s maize-soybean strip intercropping technology yields results
-
Javed Iqbal reviews NAB’s monthly performance
-
PPP’s Nayyar Bokhari tests positive for coronavirus
-
Two terrorists killed, one arrested in North Waziristan
-
PML-N’s show in Lahore flopped: Shahzad Akbar
-
Experts for creating awareness on issues like child abuse, neglect
-
PM Imran expresses displeasure over sedition case against Nawaz Sharif: Fawad Chaudhry