اسلام آباد۔3فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چا له به كشميري اولس نه د كشمير په زور د اغستو اجازه ورنه كړې شي۔ د منصفانه او د مقدس مقصد تحريك سودا نشي كېدې ۔ د شورؤ په ورځ د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز تر سېوري لاندې د ”کشمیر کی ناشنیدہ آوازوں سے یک جہتی“ په سرخط سيمينار ته خپل خطاب كښې خارجه وزير ووئيل مقبوضه كشمير كښې صورتحال د كال 2019 اګست مياشتې د 5 مې نېټې نه د هند يو اړخيزه او په ظلم زياتي اډانه ګام د لاسه زيات ناوړه شوے۔ 9 لکه نه زيات قابض هندي پوځ په بې ګناه كشميري اولس ډول ډول ظلمونه او زياتے كوي۔ قابض هندي ځواك د 5 اګست 2019 نه تر دې دمه 300 نه زيات كشميري وګړي شهيدان كړي۔ محترمه آسیه اندرابی، د جمو وکشمیر ډېموکرېټک فریډم پارټۍ مشر شبیر احمد شاہ او د محمد اشرف صحرائي په شمول نور لارښود د بې بنسټه تورونو په بنياد بنديوان كړې شوي۔ ده ووئېل د قابض هندي پوځ د سخت ظلم او زياتي باوجود كشميرے اولس د هند غلامي ته تيار نه دے۔ پاكستان په غېر قانوني توګه د هند په زور نيولي كشمير كښې د قابض پوځ ظلم او زياتې پرله پسې په ډاګه كوي۔ خارجه وزير ووئيل د نړيوالې ورورولۍ لخوا د هندي جبر او استبداد كمپائن مسترد كول بې شكه په سم لوري پورته كړے شوے ګام دے بياهم په دې لړ كښې به ډېر څه كول وي چې ورسره د كشمير مسئله زر تر زره حل كولو له مرسته ترلاسه شي كومه چې سوئيلي آسيا كښې د تلپاتي امن او سلامتيا لپاره ډېره ضروري ده۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان بنيادي مقصد د كشمير مسئله د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كول دي۔ د پاكستان حكومت او اولس به د كشميريانو د رائې حق ترلاسه كولو تحريك بشپړه ملاتړ روان ساتي۔ هغه ووئيل چاته به كشميري اولس نه د كشمير په زور د اغستو اجازه ورنه كړې شي۔(
متعلقہ مضامین
-
Economic growth through infrastructure development
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Will ensure implementation on PDM’s agenda against govt: Nawaz Sharif
-
Pakistan vows to develop vibrant relations, trade with Afghanistan
-
Banking transparency vital to end consumer exploitation: Alvi
-
At least 100 restaurants, six marriage halls closed in Karachi for violating coronavirus SOPs: NCOC
-
553 new Covid-19 cases reported; eight lives lost
-
Mohammad Zubair appointed spokesperson for Nawaz, Maryam
-
Theater discusses practitioner’s dilemma
-
Teachings of Data Ganj Bakhsh (RA) illuminating humanity