اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد وسائلو څخه د استفادې كولو د لارې په غېر ملكي قرض انحصار كمېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د رواې اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ او سينټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې په اړه د جاج اغستو غونډه مشرۍ په مهال كړې۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل (ر) انور علي حېدر٬ د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ چيئرمېن راشد عزيز، عمران امين او اړوندو لوړ پورو په غونډه كښې ګډون كولو۔ غونډه د منصوبې د پېشرفت په اړه په تصيلي توګه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول راوي سټي لپاره د دوو لويو كمپنو آر اېف پي موصول شوي او د څلورو نورو كمپنو لخوا ډېر زر امكان دے۔ د دې نه علاوه پرمختيائي كارونه په بيړه كولو لپاره بل كېمپ جوړ كړے شوے ۔ په غونډه كښې وزيراعظم د سنټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې د پېشرفت نه خبر كړے شو٬ دا منصوبه پاكستان لپاره د 7.6 اربه ډالرو ماليت صلاحيت لري، دا هم ووئيل شول د منصوبې حكمت عملي جوړه كړې شوې او د منصوبې څخه به وفاق او صوبائي حكومتونه دواړو استفاده كولې شي۔ د دې نه علاوه سول ايوي اېشن اتھارټي او د ريلوے هم د منصوبې په محصولات كښې د شراكتدارۍ له امله لويه ګټه متوقع ده۔ وزيراعظم په دې موقع ووئيل پاكستان بلها وسائل لري كومو څخه چې د ګټې پورته كولو په ځاے په بهرنيو قرضو انحصار كېږي چې زيان ئې پاكستان ته هر كال د سود وركولو په مد كښې رسي٬ داسې وسائل كارولو سره د تېرو حكومتونو لخوا د تباه كړو ادارو بهترۍ لپاره بايد استعمال كړے شي
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Meesha Shafi and eight others booked by FIA cyber crime wing for a defamation campaign against Ali Zafar
-
672 new coronavirus cases, eight deaths reported in past 24 hours
-
Alvi seeks increasing role of MPs, media for breast cancer awareness
-
India has become a fascist state under Modi: report
-
IHC to hear plea for banning Sharifs’ speeches
-
Nawaz, others booked for ‘conspiring’ against Pakistan, state institutions
-
PM Imran Khan appoints Dr Waqar Masood as special assistant on revenue
-
NAB Lahore makes Day Care Centre functional