اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې د هند د دفاع وزير راج ناتھ د اتومي وسلو په استعمال كښې د وړومبې كېدو پحقله بيان ډېر مايوس كن دے٬ د اتومي وسلو وړومبې استعمال د نه كولو د دروغو ادعا په ډاګه شوې ده٬ دې سره د هند د غېر ذمه وارانه او جارحانه رويې عكاسي كېږي۔ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل د خالي په ورځ د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل چې د هند د دفاع وزير بيان سره د اتومي وسلو په استعمال كښې د نه وړومبې كېدو په اړه د هند د دروغو ادعا په ډاګه شوې كومې ته چې كله هم مونږ اهميت نه دې وركړې۔ ده ووئيل د اتومي وسلو په استعمال كښې د نه وړومبې كېدو په اړه هندي لوظ د اعتبار جوګه نه دې كوم چې په څرګنده نشي تسليم كېدې او په خاص توګه جنګي جنون او د پوځ په نقل و حركت كښې اضافه د دې ډول ادعاګانو نفي كوي۔ وياند ووئيل پاكستان سوئيلي آسيا كښې د اتومي اثاثو تحفظ لپاره كمان او د كنټرول كوټلې اقدامات تجويز كړي دي او په دې لړ كښې ئې د هر ډول مخاصمانه اقدام څخه ډډه كړې ده٬ پاکستان به خپل تحفظ لپاره لږ نه لږ اتومي صلاحيت تل په ځائ ساتي
متعلقہ مضامین
-
Need emphasized to sensitize journalists for responsible reporting to climate change impacts
-
Uncover the undercovers
-
Speakers call for devising policy to handle e-waste
-
AIOU delegation visits Indonesian education ministry
-
Arshad Nadeem’s father gets emotional after son’s terrific win in CWG 2022
-
Mourners lead eighth Muharram processions across country
-
TLP calls workers to Faizabad on August 13
-
Court grants capital police two-day remand of Gill
-
IHC rejects PTI’s request to suspend by-elections
-
15 more infected with Covid-19 in Rawalpindi
-
EU envoy plays Pakistani anthem on trumpet
-
75 years of India partition: How tech is opening window into past