اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان په دوه ورځنې دوره د خالي په ورځ اسلام آباد ته راورسېدو٬ وزيراعظم عمران خان د نور خان په هوائي اډه د امير قطر تود هركلې وكړو٬ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي هم موجود و٬ د وزيرانو او اعلٰي چارواكو پشمول پلاوې هم د قطر امير سره دے۔ د نور خان په هوائي اډه ماشومانو معزز مېلمه ته ګلونه وړاندې كړل٬ امير قطر ته د يوويشت توپو سلامي وكړې شوه۔ د دې نه پس وزيراعظم عمران خان د امير قطر ګاډې په خپله چلولو سره وزيراعظم هاؤس ته روان شو۔ د دې څخه وړاندې د قطر امير په مارچ كال 2013م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ په كال 2013م كښې د اقتدار سنبالولو نه پس د ده لخوا دا د پاكستان دوهمه دوره ده۔ د قطر امير د وزيراعظم په بلنه د پاكستان دوره كوي۔ د قطر امير به وزيراعظم عمران خان او د اولس مشر ډاكټر عارف علوي نه علاوه اعلٰي چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ د دورې په موقع به د پاكستان او قطر ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم يادښتونه لاسليك كېږي۔ دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې او مرسته لا زياته شي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Turkey vow to ‘upgrade’ ties
-
Azadi March: PHC grants transit bail to Imran Khan till June 25
-
Aurat March demands proactive actions for women facilitation
-
Police conduct, misleading info ‘exacerbated’ Imaan’s trauma: IHC
-
PHC gives IK pre-arrest bail in Azadi March FIRs
-
China-Pakistan working group meeting stresses safe, smooth progress of CPEC projects
-
SNGPL’s pilot project ‘Customer Services Kiosk’ inaugurated
-
Hajj flights to start from June 6
-
Cabinet body mulls filing treason case against Imran
-
CJP asks govt to appoint NAB chairman on merit
-
Punjab ministers demand bullet-proof vehicles
-
Pregnant woman gang raped by five men in Jhelum