اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې يو هېواد تر ھغې پرمختګ نه شي كولې تر څو چې د ھغوي اولس ټېكس ورنه كړي، پاکستان كښې يوازې يو فيصد ټېكس وركوٶنكي د 22 كروړه اولس بوجه اوچتوي٬ د هېواد په تاريخ كښې د ټولو نه اسان اېمنسټي سكيم څخه تر 30 جون ګټه پورته كولو سره خپلې اثاثے ډكليئر كړئ٬ دا به تاسو او ستاسو هېواد لپاره ډېر سود مند وي٬ باور دركوم چې د ټېكس پېسه به په اولس او هېواد خرڅ كولې شي او دا به غلا كېدو له نه وركوٶ۔ د زيارت په ورځ د اولس په نامه خپل وېډيو پېغام كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل په 22 كروړه اولس كښې يوازې يو فيصده ټېكس فائلرز دي٬ يعنې پاکستان كښې يوازې يو فيصد ټېكس وركوٶنكي د 22 كروړه اولس بوجه اوچتوي دا ممكن نه ده۔ ده ووئيل په دې صورتحال كښې يو هېواد د خپل اولس خدمت نه شي كولې۔ ده ووئيل ټېكس نه وركولو له امله مونږ د خلقو خدمت نه شو كولې ٬ روغتون نه شي جوړېدې ٬ نه ماشومانو لپاره سكولونه جوړېدې شي او نه انفراسټركچر سمېدې شي۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې د ټولو نه اسان اېمنسټي سكيم څخه تر 30 جون ګټه پورته كولو سره خپلې اثاثے ډكليئر كړئ٬ دا به تاسو او ستاسو هېواد لپاره ډېر سود مند وي٬ باور دركوم چې د ټېكس پېسه به په اولس او هېواد خرڅ كولې شي او دا به غلا كېدو له نه وركوٶ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل زيات به ښه وي چې تاسو د خپل پاكستان خدمت وكړې او خپلې اثاثے ډكلېئر كړئ۔ دې سره به مونږ د خپلو ماشومانو سباٶن سم كړې شو او هېواد به پخپلو پښو اودروٶ۔ ده ووئيل د اثاثے ډکلیئر كولو سره به د هېواد په معاشي توګه د سخت وخت نه رابهر شي۔ وزيراعظم عمران خان باور وركړو چې د ټېكس پېسه به په اولس او هېواد خرڅ كولې شي او دا به غلا كېدو له نه وركوٶ
متعلقہ مضامین
-
MNAs demand 5-year increase in age limit for public sector appointments
-
CS Balochistan for vaccination of children coming from Afghanistan
-
SAP S/4HANA Go-Live ceremony held at IMARAT
-
Life imprisonment for Yasin Malik to provide fresh impetus to Kashmiris’ freedom struggle: PM
-
Chinese president stresses right to ‘subsistence and development’
-
Man kills ‘issue-less’ wife
-
Indian court’s shameful verdict is a blatant example of victimization: Wani
-
PC Karachi roof collapses; two killed
-
Let’s turn Pakistan into country where public service is defined as politics: PM
-
CM inaugurates various uplift projects for Kalam
-
NHA launches road safety for travelers, transporters
-
India hatching conspiracies to change demography in IIOJK: Sultan