اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی)د تجارت او ټېكسټائل لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي چين د پاكستان څخه د دوه نيم لكه ټنه چينو او د درې نيم لكه ټنه وريژو برآمد كولو آرډر راكړی دې٬سږ كال به رېكارډ برآمدات رامخې ته شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تجارت او ټېكسټائل لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډې پھ مهال وشوه۔د زيارت په ورځ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن مرزا آفريدي په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د ټېكسټائل پالېسۍ 19-2014 او 2024 ۔ 2019 په اړه تفصيلي جائزه واخستلې شوه۔كمېټۍ ته ووئيل شوو د نوې ټېكسټائل پالسېۍ څخه به د ټېكسټائل په څانګه كښې ښه والې راشي۔ده ووئيل چين د پاكستان څخه دوه نيم لكه ټنه چيني او درې نيم لكه ټنه وريژو برآمد كولو آرډر وركړی ۔د تجارت صلاحكار ووئيل د ټېكسټائل برآمدات لپاره 26 اربه ډالهر هدف مقرر كړی وو٬دا مهال برآمدات 13 اربه ډالر دې۔په غونډه كښې سناتورانو رانا محمود الحسن٬سيد شبلي فراز٬نزهت صادق٬ډاكټر غوث محمد خان نيازي٬دلاور خان٬نعمان وزير خټك٬اورنګزېب خان٬احمد خان٬د ټېكسټائل انډسټري سېكتر سيد افتخار بابر او د ټېكسټائل انډسټري وزارت چارواكو ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
Security further beefed up in city
-
World silence over desecration of shrine in IIOJK regrettable: Mushaal
-
Confrontational politics badly damaging political culture: ANP chief
-
Army chief should have a ‘flawless’ reputation
-
President approves reconstitution of CCI
-
State to protect rights of minorities: Rana Sana Ullah
-
Muqam for relief to masses through reduced loadshedding
-
11 dead, 1,161 injured in road accidents across Punjab
-
Colours of state media’s electronic banners, websites’ logos changed to mourn UAE President’s demise: Marriyum
-
Hamza says decision made to reduce wheat, sugar prices
-
Chief Economist Pakistan Ahmed Zubair resigns after pressure to manipulate GDP data
-
CM Murad Ali Shah leaves for US on private visit