اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د اسرائيل په حقله د پاكستان پالېسې نه ده بدله شوې ٬حكومت په خارجه پالېسۍ ايوان كښې بحث كولو لپاره چمتو دے۔د ګل پھ ورځ په ايوان كښې د متحده مجلس عمل پارليماني مشر مولانا اسد محمود د پورته كړو نكاتو په ځواب كښې ده ووئيل حكومت په خارجه پالسېۍ سېنېټ كښې بحث لپاره چمتو دے ۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په اړه چې كومه خبره شوې په هغې كښې هېڅ حقيقت نشته۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير په دې وروستيو كښې د جے سي سي شريكې غونډه كښې د ګډون كولو نه راغلې۔ده ووئيل د اسرائيل په اړه د پاكستان تسلسل سره يوه پالېسي روانه ده۔پھ دې كښې هېڅ بدلون نه دې شوې۔خارجه وزير ووئيل مير منورتالپور د سندھ اسمبلۍ سپيكر په اړه خبره كړې٬ټول ايوان د هغې خبره په سنجيدګۍ سره اورېدلې۔فاضل غړي د يو بل فاضل غړي د ذات او كورنۍ سره تړلې معامله باندې خبره كړی۔ ده ووئېل دغې فاضل غړي له د سپيناوي اجازه وركول پكار دي۔پيپلز ګوند په دې احتجاج كړی۔زما خواست دې چې ايوان كښې د يو بل خبره اورېدل پكار دي او پارليماني انداز كښې معاملات وړاندې بوتلل غواړي
متعلقہ مضامین
-
Masses out to hold ‘sell-outs’ accountable: Farrukh
-
Current Account Deficit declines sharply in February
-
Excise dept issues final notice to PESCO to pay property tax dues
-
Dog Marshal of Haripur win Dog Race in Chinar Sports Festival
-
Digital marketing training held
-
One in four Pakistanis is diabetic, says expert
-
Islamophobia increasing in the world: OIC
-
PRCS-KP launches relief operations in Chitral
-
Man shot dead by unidentified outlaws
-
Pakistan’s white-ball players, expected to enter bio-secure bubble today
-
Pakistan, Saudi Arabia agree to strengthen cooperation
-
CJP to head larger bench on presidential reference, SCBA plea