اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی د پاکستان او پولینډ ترمينځه د پارلمانی څانګو پشمول ګڼ اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان پولینډ سره دوه اړخيزه تجارتی، دفاعی، سماجی او پارلمانی رابطې لا زياتولو له خوښې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پارلیمنټ هاؤس كښې د پولینډ سفیر پیوټر اے اوپلینسکی سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او مرستې ته په لا وده وركولو د خیالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چیئرمېن د پولینډ سفیر ته هركلې وئيلو سره په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكو رابطو زياتولو له پراخه ګنجائش شته۔ ده د پاکستان او پولینډ ترمينځه په نړيوال فورمز مرسته د ډاډ وړ ګرځولو سره ووئيل د پولینډ او پاکستان پارلمانونو كښې د موجود ملګرتيا ډلو د لارې شريكو اړيكو ته لا وده وركړې كيدې شي۔ د پولینډ سفیر ووئيل پولینډ د معدنیات او دفاع په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو خوښې لري او پاکستان سره د ملګرتيا خپل يو تاريخ هم لري۔ ده د سېنېټ چیئرمېن ته د تیلو او ګاز په څانګو كښې د كار كوونكو کمپنیو په اړه ووئيل د توان په اړه د مرستې كولو پراخه ګنجائش شته۔
متعلقہ مضامین
-
14 dead, 1,009 injured in Punjab road accidents
-
Bilawal kept his promise to the nation: Saeed Ghani
-
PTI to win next elections with two-third majority: KP CM
-
Shahbaz Sharif elected 23rd prime minister of Pakistan
-
Alvi goes on ‘sick’ leave hours before Shehbaz’s oath
-
Public wants to forget ‘dark era’ of Imran govt
-
Food quality at sasta bazaars reviewed
-
‘One kg buying allowed at agri fair price shops’
-
Novel Covid vax may provide protection against cancer
-
NAB chief Javed Iqbal offers PAC to check 20-year record of recoveries
-
Air quality of Islamabad healthy as air pollutants plummet
-
FIA Cyber Wing receives 110,938 new complaints