اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د وزيراعظم وياند نديم افضل چن د زيارت په سپيكر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي معاشي او سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وكړې شوې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل هېواد ته په ورپېښو چېلنجونو قابو موندلو لپاره مونږ ته د صبر نه كار اخستو او د اختلافاتو هېرولو سره د اتحاد پېدا كولو ضرورت دے۔ده ووئيل په ايوان كښې ټول غړي د هغه په نظر كښې برابر او يو ډول اهميت لري۔ده ووئيل د ايوان ماحول ښه ساتل او اولس لپاره د قانون سازۍ عمل ګړندې كول د دوي وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل د نديم افضل چن د كوم تعلق چې يوې نامتو سياسي كورنۍ سره دے او هغه پخپله هم يو پوهه او فعاله سياسي لارښود دے٬د وزيراعظم د وياند په توګه ټاكنه ښه پريكړه ده۔ند وزيراعظم وياند نديم افضل چن د سپيكر مننه كولو سره په ايوان كښې د هغه په بې طرفه كردار ستائنه وكړه۔ده ووئيل اوسنې حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ٬غربت٬ناخواندګۍ او د كرپشن خاتمې سره سره د عام وګړي د ژوند معيار لپاره هڅې كوي۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د اوسني حكومت د مثبتو پالېسو په نتيجه كښې به د هېواد په چېلنجونو قابو وموندلې شي او هېواد به د پرمختګ او خوشحالۍ په سفر روان شي
متعلقہ مضامین
-
Women’s Cricket World Cup scores: PAK v BAN
-
Election office opened for Prince Shaukat-ul-Mulk in Drosh Tehsil
-
Deaf Pakistani engineer develops app for hearing impaired
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
National Netball Championship from March 28
-
COVID-19 claims two more lives, 12 new infections in 24 hour
-
Govt scraps all Covid-related restrictions across country
-
Political activities reaches climax ahead of LB election
-
ECP teams penalize MNAs, MPA over violation of LG elections’ code of conduct
-
Pharma industry gives 5-day ultimatum for withdrawal of sales tax
-
Buddhist monks, nuns from Malaysia, Indonesia, China visit Peshawar Museum
-
Govt orders ‘monitoring’ of MNAs ahead of vote