اسلام آباد ۔ 20 جنوری (اے پی پی) عدالت عاليه كښې د ججانو شمېرې زياتولو په اړه د اسلام آباد هائي كورټ (ترمیمی) بل 2019ء به (نن) قومي اسمبلۍ څخه منظور كړې شي۔ په دې بل د قائمه كمېټۍ راپور د جمعې په ورځ ايوان كښې وړاندې كړې شوې وو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري كړې شوې ايجنډې ترمخه د قانون وفاقي وزير ډاكټر فروغ نسيم به په اسلام آباد هائی کورټ(ترمیمی) بل 2019ء د ايوان منظوري اخلي۔ دې سره سره انتخابات(ترمیمی) آرډیننس 2019ء به هم قومي اسمبلۍ كښې وړاندې كولې شي۔ دې نه ځانله اېبټ آباد ښار كښې د لوډشېډنګ او كم پرېشر په اړه د عظمی رياض ٬ د چترال په دوه يونين كونسلونو كښې د برېښنا عدم رسنې په اړه د مولانا اکبر چترالی، امیر حیدر خان، مرتضیٰ جاوېد عباسی، شاهدہ اختر علی او عباد اللہ د پام ګرځونې نوټس ٬ هېواد كښې د توان په صورتحال بحث او د اولس مشر پارلېمنټ ته په خطاب كولو د مننې تحريك هم په ايجنډا كښې شامل دے
متعلقہ مضامین
-
Envoys urge Pakistan to condemn Russian invasion
-
Imran Khan’s Russia visit to yield promising results: Niazi
-
PM performs balloting of Farash Town apartments; says govt fulfilling poor segment’s dream
-
Governor opens campaign for protection of children
-
Latest medical facilities for masses mission of govt: Nadeem Qureshi
-
Kashmiris’ resolve to continue freedom struggle reaffirmed
-
Car-passenger van collision in Layyah claims 6 lives
-
Shehbaz hopes Parliament will vote against PECA
-
Peshawar blast probe sees rapid progress: minister
-
Pak vs Aus: Pakistan’s new bowling coach Shaun Tait to arrive day after tomorrow
-
Kashmala urges women parliamentarians to work for protection of women inheritance rights
-
FCEPL awards scholarships to farmers’ daughters