اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) پاکستان او اټاليې سیاسي، تجارتي، سرمایه کارۍ، دفاع او د تعلیم پشمول ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو اتفاق كړې۔ دا اتفاق د زيارت په ورځ د پاك اټاليې د كلن دوه اړخيزه سياسي مشاورت څلورم پړاٶ په موقع راغلې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د پاکستاني پلاوي او خارجه چارو لپاره عمومي سېكترې ازابيتا بولني د اټالې د پلاوي مشري كړې۔ دواړو ډلو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او د نړيوالو چارو پشمول د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو خبرې اترې وكړې۔ دوي د موجوده اړيكو په نوعيت د اطمينان څرګندونه وكړه او د سياسي ٬ تجارتی، سرمایه کارۍ، دفاعی، تعلیم، آرکیالوجي، سېلګرۍ او د كلتور پشمول په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو ئې اتفاق وكړو۔ دواړو ډلو د پاك اټاليې ترمېنځه د اېل اېن جي او ماربل مائننګ په څانګو كښې د مرستې پحقله د حكومتونو ترمېنځه د لوظنامې د كېدو هركلې وكړو۔ د اتاليې پلاوي ته د پاك و هند اړيكو او مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو پشمول منطقه كښې د امن او سلامتيا په اړه بريفنګ وركړې شو۔ د اټاليې د پلاوي مشرې د نجي سېكټر د لارې د جوائنټ وېچرز پشمول د تجارت او سرمايه كارۍ مرستې په لا مستحكم كولو اتفاق وكړو۔ په اټاليه كښې دپاكستانيانو د كردار ستائنه او په غېر قانوني توګه د داخل شويو تاركين وطن چارو پحقله هم خبرې اترې وشوې۔ د دوه اړخيزه سياسي مشاورت پنځم پړاٶ به راتلونكې كال په روم كښې كېږي
متعلقہ مضامین
-
Petrol price hike: Shibli offers tip to motorists
-
Govt notifies transfer, posting of officers
-
Pakistan Women’s cricket team joins practice camp ahead of World Cup
-
5,500 lawyers get health cards
-
No state can function without fair judicial system: Bilawal
-
Delimitation of constituencies for LG polls formed for Larkana Division
-
Over 50,000 saplings to be planted in Sukkur
-
Teachers, students of Islamic College stage protest
-
Notices issued to 20 hotels, 25 factories over pollution
-
Two crucial legislations sent to Federal Cabinet for approval: Fawad
-
IGP takes notice of girl’s rape in Sheikhupura
-
Balochistan govt to issue Kissan Cards by March