اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آفریدی وئيلي دي په پاکستان ټول يو برابر حق لري، د نوې پاکستان هاؤسنګ پروګرام د اولس د خوبونو تعبیر دے، د منصوبې ریګولیټری باډی به ډير زر جوړه كړې شي، تير وخت كښې زيات پور اخستې شوې ۔د ګل پھ ورځ نادرا میګا سنټر بلیو ایریا كښې د نوې پاکستان هاؤسنګ سکیم پروګرام پرانستې په موقع خطاب کښې دوهم وزير شهریار آفریدی ووئيل دا د وزیراعظم عمران خان او نوې پاکستان يوه داسې پروژه ده كومه چې داسې وګړو له پيل شوې كومو چا چې د خپل كور سوچ نه لرلو او نه هغوي لپاره اسانۍ پيدا كړې شوي۔ده ووئيل ټول وګړي خوښي لري چې هغوي يو داسې كور ولري چرته چې هغوي د عزت سره ژوند تېر كړي۔ ده ووئيل عام وګړي د زياتو ستونزو سره مخ دي ٬ هغوي د بنیادی اسانيو څخه محروم دي او په ګرانه ژوند كوي۔ ده ووئيل د پی ټی آئی حکومت اولس له بنیادی اسانۍ وركولو له چمتو دے۔ هېواد كښې يو كروړ كورونو جوړولو ته اړتيا ده، هر كال به 5 لاکھ كورونه جوړولې شي۔دوهم وزير ووئيل تير حكومت زيات قرض اخستې او چا هم دې پلو پام نه دې كړې۔شهريار اپرېدې ووئيل پیسه كښې د استحکام نه راتللو په وجه غریبانانو كورونه نه دې جوړ كړې۔ ده ووئيل مونږ د يو سخت وخت څخه تيرېږو خو مونږ به د عام وګړو ستونزو كمولو او اسانيو وركولو له سوچ كوو۔ ده ووئيل د پاکستان قام خوارې كښ دے او په دې انتظار ؤ چې مونږ به هم څوك خپل وګڼي۔ ده ووئيل د نوې پاکستان هاؤسنګ پروګرام ترمخه د ون ونډو سروس د لارې په كمه بيعه اولس له اسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د منصوبې د مقبولیت او حاجت اندازه دې څخه لګيدې شي چې د نادرا دفترو څخه بهر د وګړو قطارونه لګيدلې۔ تنقید او خندا آسان كار دے خو كار كول مشكل دې۔ دوهم وزير ووئيل كله چې مونږ د حق او رښتيا په لاره يو نو لوے څښتن به زمونږ مرسته كوي۔ ده ووئيل دې پروژې څخه به وګړو ته روزګار هم ترلاسه شي او اوس به پھ رياست باور هم زيات شي۔ ده ووئيل نوې پاکستان هاؤسنګ سکیم ریګولیټری باډی به ډير زر جوړه شي۔ اولس دې باور ورلري چې د هغوي د يوې يوې روپۍ مونږ ذمه وار يو۔ پاکستان د ټولو دے او ټولې طبقې په دې خپل حق لري۔ ده ووئيل حکومت په خپلو وړومبو 100 ورځو كښې يوه داسې پروژه پيل كړې كومې لپاره چې اولس كړېدو۔ ده ووئيل د دې پروژوې ترسره كولو له لوظي يو او دا اولس تائید او باور سره به دا كار ترسره كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان تحریك انصاف کے پی کے كښې د 2013ء په مقابل كښې په اوسنو ټاكنو كښې زيات ووټ ترلاسه كړې۔ دې څخه وړاندې ده د سکیم پرانسته وكړه او فارم جمع کولو له راغليو وګړو سره ئې خبرو اترو كښې د هغوي د ستونزو جاج واخست او د نادرا چارواكو ته ئې سپارښتنه وكړه چې وګړو له زياتې اسانۍ وركړئ
متعلقہ مضامین
-
IRSA releases 45186 cuseces water
-
Smart lockdown imposed in Labour Colony in Mardan
-
Women Chamber of Commerce President holds meeting with Commissioner Bahawalpur
-
Saeed Ghani terms propaganda against LG law a conspiracy to provoke ethnic riots in Sindh
-
Session of Youth Parliament on Feb 15: PILDAT
-
Noor murder: court expresses concern over IG’s statement
-
Pakistani volunteer plays role in fighting COVID-19 in China
-
Govt can’t opt for plan B to execute ML-1 railway project, NA panel told
-
Work on infrastructure development started in Karachi: Wahab
-
Afghan soil still being used against Pakistan, says NSA
-
Senate offers Fateha for security personnel martyred in Kech
-
Prime Minister briefed on Central Business District project